ګابن کې پوځیانو اعلان کړی چې د واک واګي یې لاس کې اخیستي

د عکس سرچینه، AFP
د مرکزي افریقا په لوېدیځ کې د ګابن جمهوریت یو ډله پوځي افسرانو اعلان کړی چې د دغه هېواد د واګو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.
دغه پوځيان نن چارشنبه د دغه هېواد د ملي تلویزیون پر پرده راڅرګند شول او دغه اعلان یې وکړ.
دوی وویل چې ګابن کې یې شنبې ورځې د ټاکنو پایلې باطلې کړې چې ولسمشر علي بونګو پکې ګټونکی اعلان شوی و.
تر دې مخکې د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی و، چې ښاغلي بونګو ټاکنې په نږدې دوه پر درې رایو ګټلې دي.
خو اپوزیسیون بیا دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کوله.
د تېرو ټاکنو په څېر د سږنیو ټاکنو په پروسه کې د ننګونو اندېښنې له وړاندې موجودې وې.
د علي بونګو کورنۍ له څه باندې نیمې پېړۍ (۵۳ کلونو) راهیسې پر ګابن واکمنه ده.
دی په ۲۰۰۹ کال کې د خپل پلار عمر له مېړینې وروسته واک ته ورسېد.
ښاغلی بونګو په ۲۰۱۸ کال کې له مغزي سکتې وروسته د نږدې یوه کال لپاره تر ډېره له عام محضر څنډې ته و.
او دا د دې لامل شو چې د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنې وشي.
تر دې راتلونکی کال پرې ناکامه پوځي کوتا هم شوه، خو بغاوت کوونکي سرتېري زندان ته واستول شول.
هر څه څنګه وشول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارشنبې پر ورځ ۱۲ پوځي افسران پر تلویزیون راښکاره شول او اعلان یې وکړ چې د شنبې ورځې ټاکنو پایلې یې لغوه کړې دي.
دوی همدا راز د دغه جمهوریت د ټولو دولتي بنسټونو د منحلېدو اعلان هم وکړ.
دغو پوځیانو وویل چې تر امر ثاني پورې به د هېواد ټولې پولې هم تړلې وي.
له دغو پوځیانو یوه له ګابن ۲۴ تلویزیوني شبکې اعلان وکړ: "موږ پرېکړه کړې چې د اوسني رژیم په پای ته رسولو سره د سولې دفاع وکړو."
هغه زیاته کړې دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې د ده په خبره "غیر مسوولانه او نه اټکلېدونکې حکومتولۍ ټولنیز انسجام د بدترېدو خوا ته بیوه" او په پایله کې یې په دغه هېواد کې د ګډوډیو خطر رامنځ ته کېده.
د رویټرز او اېاېفپي خبري اژانسونو خبریالانو ویلي، چې تر دغه تلویزیوني اعلان وروسته د ګابن پلازمېنه لیبرویل کې د ډزو رانه غږونه اورېدل کېږي.
پخپله د ګابن حکومت تر اوسه د دغو پوځیانو اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.












