له واګنر ملېشې سره به اوس څه کېږي؟

د ویډیو تشریح، له واګنر ملېشې سره به اوس څه کېږي؟

لکه زموږ په رپوټونو کې چې به مو لیدلي وي، تېره شنبه، یکشنبه په روسیه کې پر سړکونو ټانکونه ولیدل شول. هغه وخت اجیرې روسۍ ډلې، واګنر، د روسیې په سویل کې ښارونه ونیول او بیا مسکو ته روان شول. هر څه کله، کله داسې ښکارېدل لکه بشپړه نظامي کودتا چې روانه وي. خو هغسې چې دا هر څه ناڅاپه پیل شول، هماغسې ناببره خبره ختمه هم شوه، نو اوس د واګنر اجیرې ډلې سرتېري به اوس څه کوي؟ څه به ورسره کېږي؟ د دې ډلې ځینې غړي لا هم په سوریه او د افریقا په ځینو برخو کې فعالیت کوي.

او اوس یې مشر یوګیني پریګوژن چېرې دی؟ څه به ورسره کېږي؟ هغه پرون پر ټېلېګرام په یو ۱۱ دقیقې غږیز پیغام کې وویل، نه غواړي ولسمشر پوتین وپرځوي. زموږ خبریاله نوال المغفي نور جزییات لري.