چین ولې د سعودي عرب او ایران تر منځ اړیکو رغولو ته لېواله دی؟

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د سعودي عرب له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان سره تیلفوني اړیکه کې د پېکېنګ لخوا د سعودي عرب او ایران تر منځ د خبرو د دوام پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د چیني دولتي تلویزیون (CCTV) د یوه خبر له مخې په دې تیلفوني اړیکه کې په هر اړخیزو مسایلو خبرې او سلا مشورې شوې.

یاد تلویزیون ویلي د چین ولسمشر هیله څرګنده کړې چې "دواړه هېوادونه د ګټورو خبرو په پایله کې خپلې اړیکې په پراخه کچه ورغوي."

ایران او سعودي عرب د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پخپلو منځو کې د رسمي اړیکو پر بیا پیل موافقه وکړه.

د تمې خلاف له اووه کلن پرېکون او خړو پړو اړیکو وروسته د موافقې لپاره د پام وړ دا پرمختګ د چین په منځګړیتوب شوی.

پوښتنه دا ده چې چین ولې د روغې جوړې دا هڅې ګړندۍ کړي؟

چین په سیمه کې بانفوذه هېواد دی او تر ډېره اټکل دا دی چې دا ستر هېواد هڅه کوي سیمه ییزه همکاري پراخه او شاوخوا یې ستونزې کمې وي.

د منځګړیتوب بریالۍ هڅې په نړیواله کچه د چین رول ښيې او دا کار د دغه هېواد درناوی زیاتولی شي.

چین دا هڅې داسې مهال کوي چې امریکا په خلیج کې د مخکښ نظامي ځواک درلودو له کبله برلاسی بلل کېږي خو چین بیا پیاوړی دېپلوماتیک حضور لري او غواړي لا یې پراخ کړي.

د ایران او سعودي تر منځ اړیکو رغولو لپاره له دې وړاندې عراق او فرانسې هم هڅې کړي خو د پام وړ پایلې یې نه لرلې. چین غواړي په دې اړیکو د انرژۍ له سترو تولیدونکو هېوادونو سره لا نږدې شي چې دمګړۍ یې سعودي عرب او ایران پراخه سرچینې لري.

فعاله دیپلوماسي په ټوله نړۍ کې د چین ځواک ډېروي، دا کار د چین د بل ستر سیال امریکا د پېکه کېدو سبب کېدای شي. چین دا هڅه هم کوي چې په سیمه کې دامریکا نفوذ راکم کړي. د دې کار لپاره په سیمه کې ملګري هېوادونه لټوي.

چین د وصل د یوه مرکز رول هڅه کوي او دا هېواد د ابرېښمو سړک چې غواړي په سیمه کې ګڼ هېوادونه سره وصل کړي، نوښتګر هم دی چې شايي دا په اوږد مهال کې د سعودي او ایران خوا هم وغځیږي.

د چین دولتي رسنیو له قوله، شي جېن پېنګ په دې تیلفوني خبرو کې ټينګار کړی چې "چین او سعودي عرب په پلان کې لري چې په منځني ختیځ کې هم د سولې، ثبات او بسیاینې لپاره خپلې همکارۍ او هڅې ډېرې کړي."

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ په دې تیلفوني اړیکه کې له سعودي عرب سره د خپل منځي اړیکو پر لا پراخیدو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي دواړه هېوادونه به د یوه بل ګټې پام کې نیسي او د یوه بل له درېځونو به ټینګ ملاتړ کوي.

په همدې لړ کې د سعودي عرب دولتي اژانس هم د شهزاده محمد بن سلمان له قوله لیکلي " محمد بن سلمان د ګاونډیو 'ریاض او تهران' تر منځ د نېکو اړیکو رامنځته کولو په موخه د چین له نوښت او هڅو درناوی کوي."

له دې وړاندې د نړیوالو اړیکو څيړونکو د ایران، چین او سعودي عرب تر منځ دری اړخیزه موافقه چې له مخې به یې د تهران او ریاض اړیکې ښې کیږي د چین تازه داسې رول یاد کړی چې غواړي په منځني ختیځ کې یې د یوه مهم لوبونکي په توګه ادا کړي.

له دې سره هم مهاله د ایران او سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ بیا له یوه بل سره خبرې کړي.

دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل و چې د دغو دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران سره غږیږي.

د سعودي عرب او ایران لوړپوړي دېپلوماتان اراده لري چې د روژې میاشتې تر پایه له یوه بل سره مخامخ وګوري.

د دواړو هېوادونو تر منځ د سفاراتو پرانېسته او رسمي اړیکو پیل د خبرو د سر ټکي جوړوي

د اړیکو رغولو په دې پړاو کې سعودي عرب د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ته د ریاض د سفر بلنه هم ورکړي د سعودي عرب چارواکو له الجزیرې تلویزیون سره په خبرو کې ویلي ایران هم په ورته بلنه غور کوي او غواړي د سعودي مشران هم هغه هېواد ته سفر وکړي.