تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي د "قطر اوښان او مېږې شړلي"
بالاخره د دوحې او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا له کبله اوښان او مېږې هم د زیانمنېدونکو لیست کې شامل شول؛ داسې چې سعودي عربستان دوحې ته د قطریانو د زرګونو اوښانو ورستنولو هوډ کړی.
په یوټیوب یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د اوښانو یوه لویه رمه له سعودي نه قطر ته روانه ده، دا رمه سعودي کې په وړتیا توګه له کوم قید او شرط پرته پوول کېده.
د سعودي خبري رسنیو ویلي، دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې سعودي کې د ګرمۍ موسم ډېر زیات شوی حال دا چې دغو مالونو ته اوبه او څړځایونه په وړتیا توګه ورکول کېدل.
سعودي عربستان د قطري اوښانو او مېږو څښتنو ته له خپلو څړځایونو د ګټې اخیستو اجازه ورکړې وه، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې ازادانه ګرځېدل.
بل خوا قطري چارواکي هڅه کوي دغو اوښانو او مېږو ته نور بدیل څړځایونه ومومي، او له سعودي نه دغو رمو ته د تم کېدو او د اوبخور او ورشو لپاره نور ځایونه چمتو کړي.
لنډمهالي ځایونه
د قطر "الرایة" ورځپاڼې ته له سعودي نه د شړل شویو اوښانو د چارو مشر جاسم قطان وویل، د شړل شویو مالونو شمېر ۲۵ زرو ته رسېږي، چې ۱۵ زره یې اوښان او لس زره مېږې دي.
د قطر حکومت ددغو مالونو د پالنې او څړځای لپاره د لنډمهالي ځای چمتو کولو په لټه کې دی، د اوبخور او وښو زېرمو غم یې هم ورسره دی.
د ښاروالۍ او چاپېریال اړوندو ادارو ویلي، هڅه کوي بدیل خو لنډمهالي ځایونه چمتو کړي.
اټکل دی چې له سعودي نه د شړل شویو اوښانو او مېږو د رمو نوې څپې له کوچني اختر وروسته قطر ته ورسېږي.