ایران وايي، سعودي عرب ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د رسمي سفر بلنه ورکړې

له هغه یوازې یوه اونۍ وروسته چې ایران او سعودي عرب د دیپلوماتیکو اړیکو له سره پیلولو هوکړه وکړه، ایراني چارواکي وايي، د دې هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د سعودي عرب رسمي سفر بلنه ورکړل شوې.

ویل کېږي، چې دا بلنه د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز له لوري په یوه استول شوي لیک کې ورکړل شوې، خو سعودي عرب تر اوسه دا خبره نه ده تائید کړې.

د یادونې ده، چې په دا نژدې ماضي کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي خورا تاوتریخجن وو.

تېره اونۍ بیا چین د دې هوکړې په لړ کې خورا مهم رول درلود، چې کېدای شي د سیمې جیوپولیټیکل وضعیت کې لوی بدلون ورسره راشي.

یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي په ټویټر پیغام کې د دې بلنې خبره کړې، په وینا یې ولسمشر رئیسي یې هرکلی کړی او ''د اړیکو پراختیا ته یې د ایران پر چمتوالي ټینګار کړی دی. ''

بل لور د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان خبریالانو ته ویلي، ایران او سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د یوې غونډې تابیا کړې او د دې لپاره درې ځایونه وړاندیز شوي دي.

نوموړي د دې ځایونه نومونه نه دي یاد کړي او نه یې هم د احتمالي غونډې نېټه یاده کړې ده.

د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي ایډیټر سباستین عشیر وايي، د داسې معلومېږي چې د چین په منځګړیتوب دا هوکړه به په د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په لړ کې چټک پرمختګونه رامنځته کړي.

دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې په دوو میاشتو کې دننه به د یوه بل پلازمېنه کې سفارتونه پرانیزي او امنیتي او سوداګریز اړیکي به له سره پیلوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو عادي کولو مخکینیو هڅو له ناکامۍ وروسته د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو په محتاطانه ډول د تازه هوکړې هرکلی کړی دی.