سعودي رسمي رسنۍ وايي، ریاض له دمشق سره دیپلوماتیک اړیکي له سره پیلوي

د سعودي عربستان رسمي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، ریاض او دمشق له سره د خپلمنځي دیپلوماتیکي اړیکو ټینګولو لپاره خبرې پیل کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله لیکلي، دواړه هېوادونه هڅه کوي، له کوچني اختر وروسته د خپلو سفارتونو پرانیستلو لپاره چمتوالی وکړي.

د رویټرز په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې سعودي عرب له یوه لوړپوړي سوریايي امنیتي چارواکي سره له خبرو وروسته له دمشق سره د اړیکو ټینګولو پرېکړه کړې.

نژدې یوه لسیزه کېږي چې د سعودي او سوریې تر منځ دیپلوماتیک اړیکي پرې شوي او د بیا پیلولو اقدام یې عربي نړۍ ته د سوریې ستنېدو لړ کې خورا مهم ګام بلل کېږي.

د یادونې ده، چې له دې یو څه مخکې د چین په منځګړیتوب د سعودي عرب او ایران تر منځ د اړیکو عادي کولو پرېکړه شوې.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې ایران د سوریې ولسمشر بشارالاسد حکومت ملاتړ کاوه، خو سعودي عرب د یو شمېر نورو عربي هېوادونو او ترکیې په ګډون د بشارالاسد حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کاوه.

د عربي هېوادونو ټولنې ته د سوریې ستنېدل

څه موده مخکې د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي و، له سوریې سره تعامل کولای شي، د عربي هېوادونو ټولنې ته د سوریې ستنېدو لامل شي، خو په خبره یې اوسمهال به دا له وخته مخکې خبره وي.

د یادونې ده، چې له بشار الاسد حکومت سره د سیمې هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کېدو په تړاو امریکا متحده ایالتونه خوښ نه ښکاري.

د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په دا وروستیو کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، په دې لړ کې د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او دا هېواد له بشارالاسد حکومت سره د اړیکو عادي کولو ته نور هېوادونه نه هڅوي.

د سعودي عرب او سوریې تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو له سره پیل خبره داسې مهال کېږي، چې همدا تېره اونۍ د سوریې ولسمشر بشارالاسد متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دیپلوماتیکو اړیکو بیا فعالولو په هکله خبرې وکړې.

تېره یکشنبه ولسمشر اسد له مېرمنې سره یو ځای په داسې حال کې اماراتو ته ورسېد، چې د پخوا پرتله ډېر عربي هېوادونه له انزوا د دمشق ایستلو ته چمتوالی کوي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې متحده عربي امارات او عمان دوه عربي هېوادونه دي چې له بشارالاسد حکومت سره یې دیپلوماتیک اړیکي له سره ټینګ کړل او که له ریاض سره د دمشق اړیکي عادي شي، د عربي هېوادونو ټولنې ته به ''په بشپړه توګه '' د سوریې ستنېدو په تړاو د بشارالاسد هیله مندي ډېره شي.