تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او سعودي د دیپلوماتیکو اړیکو په ټینګولو موافقه وکړه
د ایران رسمي رسنۍ وايي، ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر بیا پیلولو هوکړه کړې او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به ډېر ژر سره وګوري.
د صدا او سیما خبري اژانس وايي، دغه هوکړه د چین په منځګړیتوب شوې ده.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ایران، سعودي عربستان او چین د درې اړخیزې اعلامیې په توګه د دغه خبري اژانس له خوا خپره شوې، د تهران او ریاض ترمنځ د اختلافونو د حل او خبرو اترو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ د پام وړ نوښت ستاینه شوې ده.
په دغه بیانیه کې راغلي، د خبرو په پایله کې د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان پاچا موافقه وکړه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او په دوو میاشتو کې دننه سفارتونه بیا پرانیزي.
په ۱۳۹۴ لمریز کال کې وروسته تر هغه، ځینو کسانو چې ځانونه یې د بسیج او حزب الله پلویان یادول، په تهران کې د سعودي پر سفارت او په مشهد کې یې پر کونسلګرۍ بریدونه وکړل، چې ورسره د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.
د سعودي پر سفارت برید د یوه مشهور شیعه عالم د اعدام په تړاو د اعتراض یو ګام و.
د ایران رسمي خبري رسنیو ویلي، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني، د سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان او د بهرنیو چارو د مرکزي کمیسیون د دفتر مشر وانګ یی په ګډه د دريو هېوادونو په استازيتوب دغه اعلاميه لاسليک کړه.
علي شمخاني د ایران د ملي امنیت عالي شورا ته نژدې وېبپاڼې نور نیوز ته ویلي: "د تهران او ریاض په اړیکو کې به د ناسم پوهاوي د حل او په راتلونکې کې د سیمې ثبات او امنیت او د فارس خلیج د هېوادونو او اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ همکاري زیاته شي، چې ورسره د شته ننګونو مدیریت وکړي."
ایران او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د هواري په برخه کې د عراق له هڅو هم مننه کړې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي شمخاني د عراق له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې "د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د پنځو پړاونو خبرو کوربتوب په تړاو د دغه هېواد له هڅو" مننه کړې ده.