تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بحرین او اسراییل رسما ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړې
د اسراییل او بحرین ترمنځ د بشپړو او عادي ډپلوماتیکو اړیکو د پیل تړون د بحرین په پلازمینه منامه کې لاسلیک شو.
په هغې غونډه کې چې تېره شپه په منامه کې جوړه شوې وه د دواړو هېوادونو استازو د اړیکو جوړولو یو ګډ بیان لاسلیک کړ. د دې په رڼا کې تمه ده چې دواړه هېوادونو خپل سفارتونه پرانیزي.
اسراییلي رسنیو ویلي په دې ګډ بیان کې د ا سراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ روانې کشالې ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
د ګډ بیان له لاسلیک وروسته د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبد اللطیف بن راشد الزیاني وویل د واړه هېوادونه به په ټولو برخو کې ګټوره همکاري کوي.
هغه سیمه کې پر سوله او د اسراییل ترڅنګ د فلسطینیانو لپاره هم د یوه دولت پر رامنځته کولو ټېنګار وکړ.
بحرین هغه عربي او ایران ته نږدې پروت هېواد دی چې ډېرې اوسېدونکي یې شیعه مذهب دي، خو یوه سني کورنۍ په کې واکمنه ده. بحرین چې څو کاله وړاندې د پراخو لاریونونو شاهد وو، ایران تورن کړی چې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.
د اسراییل پلاوي الوتکه پرون د سعودي له هوایي حریمه د ځانګړې اجازې له مخې تېره شوه.
سعودي عرب لا تر اوسه د هغو هېوادونو له ډلې سره یو ځای شوی نه دی چې له اسراییل سره یې عادي اړیکې رامنځته کړي دي.
د سعودي عرب او ایران ترمنځ سیمه ییزې سیالۍ په دې برخه کې اغېز لرلی، ځکه له څو لسیزو را هیسې د واړو هېوادونو ترمنځ د یو لړ اختلافونو له امله تربګنۍ دوام کړی.
امارات او بحرین چې دواړه د سعودي عرب نږدې ملګري هېوادونه دي، له اسراییل سره د ایران په اړه ګډې اندېښنې لري، د همدې اندېښنو له مخې په تېرو کلونو له اسرائیل سره د دې هېوادونو نارسمي تماسونه هم شوي دي.
له بحرین او اماراتو سره د اسرائیل اړیکي د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوې. بحرین ته د اسراییل له پلاوي سره د امریکا د مالیې وزیر سټيفن منوچېن هم ملتیا کوي.
نوموړی به سبا سې شنبه اماراتو ته هم له اسراییلي پلاوي سره په سفر کې ملګری وي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې فلسطیني مشران له اسراییل سره د دې دوه خلیجي- عربي هېوادونو د اړیکو په رامنځټه کولو حیران شوي او دا ګام یې غندلی.
تېره میاشت د بحرین او اسراییل ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو اعلان د فلسطینیانو لپاره یو ناڅاپي ګام وو، له دې اعلان وروسته فلسطینۍ ادارې له دغه هېواده خپل سفیر ور وغوښت.
فلسطیني مشرانو په یوه بیان کې ویلي وو چې دا ګام د فلسطینیانو حقونو او د عربي هېوادونو ګډ کار ته ډېر زیان رسوي.
فلسطینیانو د دې ګام د غندنې ترڅنګ هغه له "شا ګوزار بللی".
په تېرو لسیزو کې اکثرو عربي هېوادونو له اسرائیل سره اړیکې نه پاللې او ټېنګار یې کاوه چې د فلسطین کشالې له هواري پرته نه غواړي له دې هېواد سره اړیکې ولري.
خو اوس له مصر، اردن او اماراتو وروسته بحرین څلورم عربي هېواد دی چې اسرائیل سره بشپړې ډپلوماتیکې اړیکې پالي.
اسراییل کې د یوه فلسطیني لوړ پوړي چارواکي درملنه
اسراییل کې هغه روغتون- چې د فلسطین د پخواني لوی مرکچي صایب عریقات درملنه کوي- وایي هغه په" سخت خو ثابت" حالت کې دی.
ښاغلی عریقات- چې په کورونا (کویدـ۱۹) باندې اخته دی- د یکشنبې په ورځ لوېدیځه غاړه کې له خپل کور په امبولنس کې بیت المقدس سره نږدې روغتون ته ولېږدول شو.
هغه څو اونۍ محکې د کورونا ازموینه وکړه او څرګنده شوه چې په وېروس اخته شوی دی.
د فلسطین ازادۍ جبهې وویل چې ښاغلی عریقات سملاسي پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه چې په ۲۰۱۷ کال کې یي سږي پیوند کړي وو.
دغه روغتون په یو بیان کې ویلي، ښاغلی عریقات روغتون ته د رسیدو په وخت بد حالت کې و او ډېر اکسېجن ته یې اړتیا درلود.
د وینې اکسیجن کمیدل د کورونا یوه نښه ده.
د هداسا روغتون مشر پوهاند زییو روتستاین، وايي: "هداسا روغتون کې د ښاغلي عریقات لپاره د کورونا ویروس د درملنې تر ټولو مسلکي لارې کارول کېږي".
د هغه په خبره، د روغتون ټول کارکوونکي د ښاغلي عریقات د درملنې لپاره ټوله هڅه کوي.
ښاغلی عریقات، د ډیرو کلونو لپاره د فلسطینیانو تر ټولو مهم مرکچي و.
هغه د اوسلو تړون یو بنسټګر هم و چې په نوي یمه لسیزه کې د فلسطین او اسراییل تر منځ د ډیرو تړونونو د لاسلیک سبب شو.
د یکشنبې په ورځ د فلسطین د ازادۍ سازمان په یوه اعلامیه کې وویل:
په کورونا ویروس اخته کیدو پسې د تنفسي ناروغۍ له امله، ډاکټر عریقات په روغتون کې طبي مرستې ته اړ شو.
عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی ښاغلی عریقات په تذکره کې پروت ولید چې له خپل کور بهر کړل شو او اسراییلي امبولانس ته یووړل شو.
د ښاغلي عریقات ورور هم فرانس خبري اژانس ته ویلي چې هغه هیڅ ښه حالت کې نه دی.
اسراییل کې د کورونا ویروس د دویمې څپې له امله د کووېډ-۱۹ ناروغانو زیاتېدو پسې د هیواد تړلو وروستۍ ورځې دي.
اوس اسراییلو ته اجازه ورکړل شوې چې د غیر ضروري کار لپاره له خپلو کورونو تر یو کیلومیتر ډیر لرې لاړ شي.