تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امارات او بحرین سپینه ماڼۍ کې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ
نن سې شنبه د امریکا متحدو ایالتونو په سپینه ماڼۍ کې د متحدو عربي اماراتو، بحرین او اسراییل تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو. د برتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر په ګډون اووه سوه مېلمنو په دې مراسمو کې ګډون درلود.
په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له رامنځته کېدو وروسته دا درېیم او څلورم عربي هېوادونه دي، چې اسراییل په رسمیت پېژني.
ښاغلی ټرمپ هیله من دی چې نور به هم د دې هېوادونو پر پله پل کېږدي، خو فلسطینیان بیا وايي، تر څو چې د دوی شخړه پای ته نه وي رسېدلې، باید داسې و نه شي.
ډېری عربي هېوادونو تر لسیزو پورې له اسراییل سره پرېکون کړی و او ویل یې یوازې د فلسطین موضوع له حل وروسته به ورسره اړیکي ټینګوي.
بل لور ته په سپینه ماڼۍ کې نننیو مراسمو ته وینا کې د امریکا ولسمشر وویل:
''له لسیزو بېلتون او شخړو وروسته موږ د نوي منځني ختیځ سباوون ته ورسېدو. ''
د ښاغلي ټرمپ په وینا له اسراییل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین په تړون کې به د یوه بل په هېوادونو کې د سفارتونو تاسیس، د سفیرانو لېږل او په سوداګرۍ، سیلګرۍ او او امنیتي مسایلو کې همکاري هم شامله وي.
ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړه:
''موږ نن ماسپښین دلته د دې لپاره یو ځای شوي یو، چې د تاریخ تګلاره بدله کړو. ''
اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د تړون هرکلی وکړ او ویې ویل:
''دا ورځ د تاریخ محور دی، دا د سولې یوه نوي سباون زیری راوړي. ''
بل لور ته اسراییلي پوځ ویلي، دوه توغندي د غزې له لوري داسې مهال اسراییل ته توغول شوي دي چې دغه تړون لاسلیکېده.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان په خپلو خبرو کې وویل، په نړۍ کې د '' بدلون '' شاهدان یو.
د نوموړي په خبره له ولسمشر ټرمپ او د هغه له همکار ټیم پرته دا نوښت ناشونی و.
په ورته مهال د بحرین بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف بن راشد الزیاني په خپلو خبرو کې وویل، نن د منځنځي ختیځ لپاره او په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره ''تاریخي '' ورځ ده.
دا چاره په منځني ختیځ کې د یوه نوي باب پرانیستلو پر لور یو ګام دی چې په رسمیت د اسراییل د پېژندلو لپاره اخیستل شوی.
بحرین او متحده عربي امارات د اسراییل عادي او طبیعي ملګري نه وو، خو د ایران پر وړاندې دوښمنۍ کې سره شریک دي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو- چې د تړون لاسلیکولو لپاره واشنګټن ته تللی- له دې مراسمو مخکې یې د ولسمشر ټرمپ سره بېله لیدنه لرله.
د اسراییلي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دواړه تړونونه یو شان نه دي.
د دې رپوټونو له مخې د امارات او اسراییل هوکړه د سولې تړون دی، چې د بنیامین نتنیاهو له لاسلیک وروسته باید د دغه هېواد پارلمان کې تصویب شي او حقوقي ارزښت به یې هم د نړیوالو تړونونو په څېر وي.
خو د اسراییل او بحرین ترمنځ چې کومه هوکړه لاسلیک شوې هغه ګډه بیانیه او سولې ته د دواړو هېوادونو ژمنتیا ده.
له دې مخکې د بحرین او اسراییل ترمنځ د بشپړ ډيپلوماټیکو اړیکو پیلولو چاره د دغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان ال خلیفه او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ ټلیفوني خبرو کې وشوه.
د بحرین دولت په یوه اعلامیه کې ویلي و دا ګام "په منځني ختیځ کې د سولې ټینګولو برخه کې یو تاریخي ګام دی. ځکه د دوو فعالو ټولنو او پرمختللي اقتصاد لرونکو ترمنځ مخامخ اړیکي به په منځني ختیځ کې مثبت بدلون رامنځته کړي او په سیمه کې به ثبات، امنیت او پرمختګ ته لار هواره کړي".
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر یوه بیان کې د بحرین او اسراییل ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو خبر ورکړ.
ښاغلي ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړه "تاریخي" او د "سولې هوکړه" وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.
ښاغلي ټرمپ وویل دا له یوې میاشتې په کمه موده کې له اسراییل سره د دویم عربي هېواد د اړیکو پیلول دي.
پر ټویټر له دې بیان وروسته ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.
هغه وویل سیمه کې ګډووډي وه او اوس د ده په وینا د خپلو شریکانو ترمنځ باور بیا رامنځته کوي.
د امریکا ولسمشر وویل نور ډېر عربي هېوادونه د سولې هڅو کې ګډون ته لیوالتیا لري او په پایله کې به فلسطینیان د داسې څه شاهد وي چې د دوی لپاره ښه دي.
غبرګونونه
خو فلسطینۍ ډلې حماس- چې غزه یې په واک ده- دا هوکړه رد کړې او هغه یې د عربي ټولنې د کمزوري دریځ پایله بللې ده.
حماس په یوه بیان کې د دې هوکړې له غندلو سره دا هوکړه د سیمې او عربي نړۍ لپاره "واقعي ګواښ" بللی چې په وینا یې د فلسطین قضیې ته "زیان ورسوي".
حماس د متحده عربي اماراتو او بحرین دا ګام سیاسي جرم بللی چې په وینا د عربي هېوادونو یووالي ګواښي.
د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي ویلي د بحرین او اسراییل ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو رامنځته کېدل مهم ګام دی.
له مصر او اردون وروسته متحده عربي امارات او بحرین هغه عرب هېوادونه دي چې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیکوي.