تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ ته د پاچا سلمان شرط: تر هغه چې فلسطین هېواد نه وي جوړ شوی اسراییل سره زموږ اړیکی نشي سمېدلی
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرو کې ویلي، که خپلواک فلسطینی هېواد جوړ نه شي، نو له اسراییل سره به اړیکي عادي نه کړي.
د سعودي رسمي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دواړو مشرانو دا ټلیفوني خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا په مځګړتوب د متحده عربي اماراتو او اسراییل اړیکي عادي شول.
ملک سلمان له عربي هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو کې د امریکا هڅې ستايي، خو ټینګار کوي چې ریاض د فلسطینۍ کشالې نیاومن(عادلانه) او دایمي حل غواړي.
نږدې درې اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امارات او اسراییل د خپلمنځي اړیکو په پیلولو سلا شوي دي.
بحرین- چې د سعودي نږدې ملګری دی- له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو ته مخامخ اشاره نه کوي، خو د متحده عربي اماراتو هرکلی کوي چې له تل ابیب سره یې اړیکي پیل کړل.
دغه هېواد د امریکا د هڅو درناوی هم کوي او وايي، دې تاریخي ګام سره سیمه کې سوله او ثباوت پیاوړی کېږي.
بحرین تېره اونۍ له سعودي یوه ورځ وروسته د اسراییل الوتکو ته اجازه ورکړه چې له اسمان یې تېرې شي.
د فلسطین کورواکه ادارې د تل ابیب او اماراتو د اړیکو پیلېدل غندلي دي.
خو د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان هم وايي، چې د دوی او تل ابیب د تړون له مخې د اسراییل خاورې سره د فلسطیني ځمکو د یو ځایولو بهیر درېږي.
واشنګټن کې د امارات سفیر یوسف عطیبه هم یوه بیان کې وایي: "دا تړون د ځمکې یو ځایول او د سخت تاوتریخوالي احتمال سملاسي دروي. "
د نوموړي په خبره، دا تړون د دوو هېوادونو د جوړېدو هغه حل لاره ژوندۍ ساتي چې عربي او نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوي.
امارات دریم عربي هېواد دی چې له اسراییل سره ډیپلوماټیک اړیکي پیلوي.
اردن او مصر نور هغه دوه عربي هېوادونه دي چې له اسراییل سره یې کلونه مخکې اړیکي پیل کړل.
د سعودي پلان
سعودي پر ۲۰۰۲ کال د عرب سولې تړون وړاندیز وکړ چې له مخې یې د فلسطین او اسراییل اوږدمهالی کړکېچ اوارېږي.
د دې پلان له مخې که اسراییل فلسطین د هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د ۱۹۶۷ کال اسراییل عرب جګړه کې ولکه کړې ځمکې نه ووځي، نو بدل کې به له عرب هېوادونو سره د تل ابیب اړیکي عادي شي.
سعودي تر دې دمه اسراییل په رسمیت نه پېژني، خو تېره اونۍ یې له خپل اسمان د اسراییل د الوتکو تېرېدو اجازه ورکړه.
د امریکا ولسمشر هم د سعودي د پاچا مننه کړې چې له خپل اسمان یې د اسراییل الوتکو ته د الوت اجازه ورکړې ده.