د سوریې ولسمشر په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته رسېدلی

د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوه رسمي سفر دویم ځل متحدو عربي امارات ابوظبي ته رسېدلي او د هغه هېواد واکمن شیخ محمدبن زاید آل نهیان یې هرکلی کړی.

د سوریې ولسمشر په داسې حال کې له مېرمن سره یو ځای متحده عربي اماراتو ته رسېدلی چې عربي هېوادونو له ګوښیتوبه د دمشق وتلو ته چمتوالی کوي.

د متحدو عربي اماراتو واکمن له ولسمشر اسد سره په لیدنه کې ویلي، اوس وخت راغلی چې دمشق بیا له سره د عربي نړۍ 'وروڼو ' هېوادونو په ټولنه کې شامل شي.

رپوټونو کې ویل شوي، متحدو عربي اماراتو ته د ولسمشر اسد نننی سفر د هغه د مخکیني سفر پرتله زیات رسمیات او تشریفات درلودل.

له هغه وروسته چې په ۲۰۱۱ کال کې سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، متحده عربي امارات او عمان یوازیني عرب هېوادونه دي، چې د ښاغلي اسد له حکومت سره یې رسمي اړیکي له سره بیا ټینګ کړي دي.

په سوریه کې ۱۱ کاله مخکې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د دغه هېواد ولسمشر بشار الاسد تېر کال همدې مارچ میاشت کې لومړی ځل د یوه عربي هېواد په سفر تللی و.

ښاغلي اسد هغه مال متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته له یو شمېر بانفوذه او ناندریزو مشرانو سره لیدلي و، چې له سوریې سره یې بیا د اړیکو ټینګولو اشارې څرګندې کړې وې.

ابوظبي په ۲۰۱۸ کال کې له دمشق سره اړیکي عادي کړل. دې هېواد تېره میاشت په ترکیه او سوریه کې له سختې زلزلې وروسته بیا سوریې ته د مرستو په رسولو کې هم مهم رول درلود.

متحدو عربي اماراتو په سوریې کې له زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی، چې دا په دې لړ کې د یوه هېواد له لوري له سوریې سره تر ټولو د ډېرې مالي مرستې اعلان دی.