اوکرايين روسيه تورنوي چې د پوتين له یو اړخيز اوربند سره سره بیا هم بریدونه پرې شوي

اوکراييني چارواکو روسیه تورنه کړې چې ګواکې د دغه هېواد په څو سیمو کې یې بریدونه کړي دي او له دې ښکاري چې د پوتین له لوري اعلان شوی یو اړخیز اوربند نه عملي کېږي.

هلته د روسیې په برید کې د ژغورنډلې یو اوکرايينی غړی وژل شوی دی خو د روسیې دولتي تلویزون ویلي چې د دونيڅک سيمه یې په نښه کړې.

روسیې د ارتوډاکس کرېسمس یا د عیسویانو اختر په مناسبت د ۳۶ ساعتونو لپاره د یوه اړخیز اوربند اعلان کړی خو اوکرايين نه دی منلی او وايي‌ چې مسکو غواړي دا وخت د خپلو پوځيانو پر پياوړتیا ولګوي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوربند د مسکو په ځايي وخت د جمعې په ورځ د شپې دوولس بجې پيل شوی او دوی یې د "تماس کرښې" په اوږدو کې څارنه کوي.

دغه وزارت همدا راز ویلي چې د دوی پوځیانو د اوربند پر مهال یوازې هغه مهال ځوابي ډزې کړې دي چې د اوکراييني سرتېرو له لوري روسي پوځیان په نښه شوي دي.

د اوربند تر پیلېدو څو شېبې وروسته د اوکرايين په بېلا بېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه وکړنګول شول.

ورپسې د خېرسون والي وویل چې په مرکزي ښار کې د روسیې په یوه برید کې د ژغورونکو ډلې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. دا سيمه تېره نومبر میاشت کې اوکراييني ځواکونو بېرته له روسانو ونیوله.

"اوربند نه بلکې دا یو دروغ او لومه ده"

اوکراييني چارواکي وايي، روسانو ختيځې کراماتورسک سیمې باندې هم بریدونه کړي چې لسګونه ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي.

د لوهانسک سيمه اييز مشر سيرهې هایدای خبرداری ورکړل چې د کرېمس په مناسبت د روسیې اوربند "دروغ او یوه لومه ده" او له خلکو یې غوښتي دي چې د ارتوډاکس کلیسا په هېڅ غونډې کې دې ګډون نه کوي او نه دې هم د ګڼې ګونې سیمې ته ورځي.

د ښاغلي‌ هایدای په خبره، روسيه "ترهګریز بریدونه" کولای شي.

د کېیف ښاروال ویتالیا کلېتڅکو هم وايي چې په نیمه شپه کې به د یخنۍ کچه منفي یوولسو ته راولوېږي او له خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې برېښنا دې په ډېر پام کاروي.

په همدې حال کې د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زيلېنسکي ویلي چې اوربند د دې هڅې لپاره اعلانېږي چې په ختيځ کې د اوکراييني ځواکونو د مخ پر وړاندې تګ مخه ونیول شي او روسیه لا ډېر تجهیزات او پوځیان راولي.

خو روسي چارواکي ټینګار کوي چې اوربند روان دی او پلی کېږي خو په جګړه کې د پام وړ کموالي کومه نښه نه ښکاري.

د روسیې ارتوډاکس کلیسا په ختيځ کې د ارتوډاکس عیسویانو تر ټولو لویه کلیسا ده او هر کال د جنورۍ پر اوومه نېټه کرېسمس نمانځي.

په اوکرايين کې هم ځینې خلک پر همدې او ځینې نور بیا د دسمبر پر ۲۵ دا ورځ نمانځي او دا دواړه ورځې پکې عمومي رخصتي وي.