تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه وايي د موبایلونو کارول یې پر سرتېرو د برید لامل شو
روسیه وايي، د نوي کال په شپه د توغندیو برید لامل چې لږ تر لږه ۸۹ سرتیري یې پکې ووژل شول، د سرتېرو له خوا د منعه شویو موبایلونو کارول وو.
روسي چارواکو ویلي، د سرتېرو له خوا د دغو مبایلونو کارولو دښمن ته د دې فرصت برابر کړ چې خپل هدف ته ورسېږي او برید وکړي.
چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي.
د نوي کال په ورځ د روسیې ماکیفکا ښار کې د سرتېرو پر یوه روزنیز مرکز د برید رپوټونه خپاره شول.
اوکرایین ادعا کړې وه چې،د توغندیو په دغه برید کې یې لږ تر لږه ۴۰۰ روسي سرتېري وژلي او شاوخوا ۳۰۰ نور ټپیان دي.
دا د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې د پیل راهیسې تر ټولو لوړه مرګژوبله ده چې روسیې ته اوښتې.
روسیې اعلان کړی و چې په ځايي وخت دولس بجې یې امریکايي جوړ شوي هیمارس توغندي سیسټم د سرتېرو پر یوه روزنیز مرکز توغولي چې دوه ترې دوی رانسکور کړې دي.
د دغه هېواد د دفاع وزارت نن چارشنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کې د کنډک مرستیال بچورین شامل دی.
په خپر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې، کمیسیون د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.
خو دا له وړاندې څرګنده ده چې د برید اصلي لامل د برید پر مهال د سرتیرو له خوا د ګرځنده تلیفونونو کارول دي، او په ډله ییزه توګه کارول شوي.
سره له دې چې پر کارولو یې بندیز لګول شوی و.
اعلامیه کې راغلي:"دغه کار دښمن ته اجازه ورکړه چې د نظامي پرسونل ځای مالوم کړي او برید پرې وکړي."
په دغه خبرپاڼه کې د ورته پېښو د تکرار پر مخنیوي ټینګار شوی او ویل شوي چې:" هغه چارواکي چې په څېړنو کې مجرم وپېژندل شول د قانون منګولو ته به وسپارل شي او په راتلونکي کې به د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه واخیستل شي."
روسیه په برید کې د اوکرایین له خوا د مرګ ژوبلې خپور شوی شمېر نه مني، پیل کې یې د مرګ ژوبلې شمېر ۶۳ یاد کړی وو خو اوس یې ۸۹ ته لوړ کړ.
لا هم نه ده مالومه چې په کره توګه دغه برید کې څومره سرتېري وژل شوي دي.
رپوټونه وايي په دغه برید کې مرګ ژوبله ځکه لوړه وه چې ګڼ سرتېري پکې وو او وروستیو کې ورته زیات شمېر پوځي مهمات راوړل شوي وو.
یو شمېر روسي مبصرین او سیاستوال پوځ په بې کفایتۍ تورنوي او وايي، پوځيان باید هېڅکله داسې زیانمنوونکی ځای کې نه وای اچول شوای.
د روسیې یو پخواني لوړ پوړي چارواکي پاول ګوباریف ویلي، یوه ودانۍ کې د زیاتو پوځيانو د ځای پر ځای کولو پرېکړه "له جنایته ډک غفلت" دی.
نوموړي خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې:" که دې برخه کې څوک مجازارت نه شي هغه وخت به تر ټولو بد وي."
ولسمشر له برید وروسته د سه شنبې پر ورځ یو فرمان لاسلیک کو چې له مخې به یې د هغو سرتېرو کورنیو ته ۵۷۰۰۰ پاونډه نغدې پیسې ورکوي چې په برید کې وژل شوي دي.