تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیلېنسکي: روسیه په اوږدمهاله بریدونو د اوکرایین "ختمولو" هوډ لري
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي، داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې مسکو د ډرون بریدونو غځولو په مټ اوکرایین کمزوری کړي.
نوموړي د شپې وینا کې چې له کېیف نه خپرېدله، وویل "موږ باید ډاډمن شو چې ترهګر پخپل دې هدف کې - لکه نورو پروګرامونو کې چې مات شوي - هم مات شي".
په تېرو څو ورځو کې پر اوکرایین د روسیې د ډرون بریدونه ډېر شوي چې د اوکرایین د ځینو ښارونو د برېښنا زېربناوې یې په نښه کړې دي.
د اوکرایین ولسمشر وویل، د روان کال له پیله یې دفاعي ځواکونو د ایران جوړې ۸۰ ډرون الوتکې راغورځولې دي.
اوکرایین ادعا کوي بریدونو کې یې نژدې ۴۰۰ روسي پوځيان وژلي
اوکرایین وايي، په نیول شوې دونیڅک سیمه کې یې د توغندیو په برید کې شاوخوا ۴۰۰ روسي پوځیان وژلي دي.
دغه توغندي د ماکیوکا په ښار کې یوه ودانۍ په نښه کړې، چې ویل کېږي روسي ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي وو.
روسي پلوه چارواکو د د بریدونو پخلی کړی خو د مرګژوبلې شمېر یې تر اوسه نه دی تایید کړی.
په کیېف کې هم نوی کال د روسیې په هوايي بریدنو پیل شو او پر اوکرایین یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
د دونیڅک په نیول شویو برخو کې د روسیې په ملاتړ یوه جګپوړي چارواکي دانییل بیزسونوف ویلي، دغه توغندی د نوي کال په شپه پر ماکیوکا ولګید.
هغه د امریکا له خوا اوکرایین ته د ورکړل شویو توغندیو ته په اشارې وویل: "دا یو لوی ګوزار وو، ټپیان او مړي شته خو لا یې کره شمېر نه دی مالوم."
د ولادمیر سولویوف په نامه یو روسي شنونکي ویلي: "پام وړ تاوان اوښتی خو ان نږدې ۴۰۰ هم نه دی."
د ایګور ګیرکین په نامه یو بل پوځي شنونکي بیا ویلي چې: "په سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي او ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې."
نوموړي زیاته کړې چې مرګ ژوبله ځکه لوړه وه چې وروستیو کې دغه ودانۍ کې روسي سرتېرو پوځي مهمات ځای پر ځای کړي و.
د اوکرایین پوځ د اټکل له مخې، د ۴۰۰ وژل شویو تر څنګ ۳۰۰ کسان ټیان شوي دي.
د نوي کال په لومړۍ ور ځ هم اوکرایین پوځ ادعا کړې وه چې، د نوي کال په شپه یې ایران کې جوړې شوې ۴۵ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د ناټو سرمنشي ویلي، روسیه له جګړې د لاس اخیستو لپاره هېڅ نښه نه ښيي او لوېدیځ باید د "اوږد مهال" لپاره د اوکرایین ملاتړ ته چمتووالی ونیسي.
ینس سټولټنبرګ بي بي سي ته ویلي و، پوځي ملاتړ به د اوکرایین بقا او ځمکنۍ بشپړتیا ډاډمنه کړي او روسيه به خبرو او د جګړې ختمولو ته اړباسي.
په تېره سپتمبر میاشت کې روسیې د اوکرایین جګړې ته د پوځیانو د نسبي رابللو پروګرام پلي کولو امر کړی و چې ښيي اوس مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ اراده نه لري.
ښاغلي سټولټنبرګ د بي بي سي راډیو ۴ یوه پروګرام ته خبرو کې وویل:
"اوکراییني ځواکونه له څو میاشتو راهیسې جګړه کې بوخت وو، خو موږ په دې هم پوهېږو چې روسیې ډېر نور ځواکونه سمبال کړي او اوس یې پر روزنه بوخته ده".
"دا هر څه دا په ګوته کوي چې دوی د جګړې دوام ته چمتو دي او هڅه کوي او احتمالاً یو نوی برید پیل کړي".
چاودنو پلازمېنه کېیف داسې مهال ولړزوله چې اوکرایینیانو ملي سرود غږاوه. اوکراییني چارواکو مسکو تورن کړ چې په لوی لاس د نوي کال جشن لمانځلو پرمهال ولسي وګړي په نښه کوي.
د کېیف د پولیسو مشر اندري نبیتوف پر خواله رسنیو د ویشتل شوې بېپیلوټه الوتکې یو انځور خپور کړی چې په روسي ژبه پرې د "نوی کال مبارک" جمله لیکل شوې ده.
ده پر فیسبوک لیکلي: "دا هغه څه دي چې تاسو باید د ترهګر دولت او د پوځ په اړه یې پوه شئ". ده زیاته کړې چې د ویشتل شوې الوتکې ټوټې د ماشومانو لوبو یوه میدان کې رالوېدلې دي.
که څه هم د جګړې د پای ته رسېدو څرګ نه لګېږي، ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ناټو باید دا ډاډه کړي چې اوکرایین د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو په صورت کې په قوي دریځ کې پاتې کېږي.
د ښاغلي سټولټنبرګ تر خبرو وړاندې فرانسې - چې د ناټو غړیتوب لري - د اوکرایین پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د نوي کال مراسمو ته وینا کې وویل: "موږ به له ناکامۍ پرته د تاسې ترڅنګ ودرېږو، موږ به د بریا تر لاسه کېدو پورې ستاسې لاسنیوی وکړو."