تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراييني پوځ د استخباراتو مشر: روسيه مخکې تګ ته نه پرېږدو، لا ډېرو نویو او پرمختللو وسلو ته اړتیا لرو
د اوکرایين د پوځ استخباراتي ادارې مشر وايي، جګړه داسې حالت ته رسېدلې چې نه اوکرايين او نه هم روسیه د پام وړ پرمختګ کولای شي. د کېرېلو بولدانوف په خبره، په همدې حال کې کيېف له لویديځو ملاتړو د لا نورو پرمختللو وسلو ترلاسه کولو په تمه دی.
ښاغلي بولدانوف بي بي سي ته په مرکه کې ویلي، "حالت په ټپه درېدلی او هېڅ مخکې تګ نه شته"
له هغه راهیسې چې په تېره نومبر میاشت کې اوکراييني ځواکونو د خېرسون جنوبي ښار بېرته ولکه کړ اوس د جګړې ډګر تر ډېره د دونيڅک په ختیځ کې بخموت ته څېرمه سیمه ده.
په ځينو نورو سیمو کې بیا روسي ځواکونه په دفاعي حالت کې ښکاري ځکه چې ژمي د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اوکراييني ځواکونو وړاندې تګ ورو کړی دی.
د اوکرايين پوځ د څارګرې ادارې دغه مشر وايي، دا د روسیې "وروستۍ سلګۍ دي" او د سخت زیان ور اوښتی دی.
ښاغلی بولدانوف په دې باور دی چې کرېملېن پرېکړه کړې وه چې په جګړه کې پرمختګ وکړي خو په بېلا بېلو سیمو کې اوکراييني ځواکونو پر دوی د مخکې تګ سرچینې وچې کړې او دې کار ته یې پرې نه ښودل.
دی زیاتوي، "موږ په هره سیمه کې دوی له پام وړ ماتې سره نه شو مخ کولی او نه هم دوی دغسې کولای شي"
ښاغلی بولدانوف همدا راز وايي، "موږ په ریښتیا هم لا نورو نویو او د پرمختللو وسلو رارسېدو ته په تمه یو"
اوکراييني چارواکو د روسيې د بل برید وړاندوینه کړې وه
دا په داسې حال کې ده چې د دې میاشتې په سر کې چې کله روسي ځواکونو په بېلا بېلو سیمو په شا تګ وکړ نو اوکراييني چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي مسکو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د بېلاروس له لوري یوه بل ځمکني برید ته ځان چمتو کوي.
دوی همدا راز ویلي وو چې دا به د پلازمېنې کيېف ولکه کولو لپاره د روسیې دویمه هڅه وي او لسګونه زره نوي روزل شوي سرتېري به برخه پکې اخلي.
دغه اوکرايينی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له خېرسون رپوټونه وايي، هلته روسي ځواکونو سخته بمباري کړې ده او خلک له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.
یو شمیر خلک داسې مهال په خپلو موټرونو کې له دې سيمې خوندي وتلي چې د ښار په ځينو نورو برخو کې ګڼو ګاډو اور اخیستی و او سوځېدل.
د یادولو ده چې همدا تېره میاشت خېرسون له روسي ځواکونو ازاد شو او خلکو د بري خوښي کوله خو اوس یو ځل بیا پرې د جګړې توده څپه راغلې او مخکې له دې چې د دې ښار خلک د نوي میلادي کال خوښۍ ونمانځي، بېرته ترې تېښتې ته اړ شوي دي.