تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرايین جګړه: له خېرسونه خلک تښتي، روسیه پرې درنه بمباري کوي
دیارلس کلنه نیکا سیلایوانوف چې د دواړو لاسونو له ګوتو یې د زړه یا مینې شکل جوړ کړی، له خپلې نږدې ملګرې اینا سره مخه ښه کوي.
له جګړې په تېښته دا ماشومه د خېرسون اورګاډي هغه تم ځای ته په ستونزو ننوتله چې لږ مخکې پرې روسيو الوتکو بمونه و غورځول.
هغې خپل سپی چې توده شړۍ کې یې پوښلی وو، له تېښتې مخکې په اوښلنو سترګو تر یوه ځایه له ځان سره لیږداوه، خو ترې پاتې شو.
د دوی بیا لېدنه ښايي یو خیال وي.
د نیکا کورنۍ په نامالوم لوري روانه شوې، لا باوري شوې نه ده چې چېرته به ورسیږي، خو تمه لرې چې لویدیځ ښار خمېلنيڅکي ته د ځان ژغورنې لپاره ووځي.
د نیکا مور الینا وایې، دا څو ورځې پرې د بمونو باران وشو: "روسي ځواکونو په ورځ کې له اوو تر لسو ځلو موږ بمبارولو خو په وروستیو ورځو کې له اویا تر اتیا ځله ورسېد، ډیره وېره وونکې وه، زه له اوکرایین سره مینه لرم، خو اړ یو چې خپل وطن پرېږدو."
الینا او درې لوڼې یې د هغو ۴۰۰ کسانو له ډلې دې چې د کرسمس په ورځ یې خېرسون د روسي ځواکونو د بریدونو او بمباریو له امله پرېښود.
د سې شنبې پر ورځ د یوه روغتون د زیږنتون برخه هم په توغندي ولګېده او ناروغان په بېړه ترې وتښتېدل.
بل خوا بیا هغه خلک چې شخصي ګاډي لري، له ښاره د وتلو هڅه کوي. د موټرو اوږد لین له خېرسونه د وتو لارې تلاشۍ ته ولاړ دي.
د دوی له منځه ارینا له بي بي سي سره د تیښتې پر مهال خبرې وکړې.
هغه وایې: "بریدونه دومره ډیر شول چې نور موږ هلته د ژوندې پاتې کېدو چانس نه درلود، زما د پلار کور هم په توغندي ولګېد، زه نېکمرغه یم چې خوندې ترې راووتم."
یو شمیر خلک داسې مهال په خپلو موټرو کې خوندې وتلي چې د ښار په ځينو نور برخو کې ګڼ شمېر موټر چې د اور لمبې ترې پورته کېدې، هرې خواته سوځي.
همدا تېره میاشت خېرسون له روسي ځواکونو ازاد شو او خلکو له جګړې د خلاصون خوښۍ ونمانځلې.
اوس یو ځل بیا په دې ښار د جګړې توده څپه راغلې او مخکې له دې چې د دې ښار خلک د نوې میلادي کال خوښۍ ونمانځي، بیرته ترې په تېښته شول.
اورکرایني چارواکي وایې په یوه ورځ کې په خېرسون نږدې ۴۱ برېدونه شوي دي.
روسي ځواکونه له کیڼ لورې په دې ښار د ډينپرو سیند له ختیځو څنډو توغندي توغوي، هغه سیمه چې مخکې دوی هلته شاتګ کړی وو. دا سیمه اوس د اوکرایین په سویل کې د جګړې په لومړۍ کرښه بدله شوې ده.