اوکرايين جګړه: خېرسون کې د جنګي جرمونو بېلګې موندل شوې

د اوکرایین ولسمشر زیلینسکي وایي، څېړونکو په خېرسون ښار کې د جنګي جرمونو شواهد موندلي دي. دا سیمه څه باندې اته میاشتې د روسي ځواکونو په ولکه کې وه.

بلخوا بیا هلته چارواکي وایي، چې خېرسون کې د ډوډۍ او درملو اکمالات پایته رسېدلي دي.

اوس هم خېرسون کې امنیتي وضعیت لا هم کړکیچن دی، د شپې لخوا ګرځبندیز اعلان شوی او د دې وېره شته چې روسي ځواکونو بیا خپلو بریدونو ته زور ورنکړي.