د امازون بنسټګر جېف بېزوس خپله ډېری شتمني خیر ښېګڼې کارونو ته بېلوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امازون شرکت بنسټګر جېف بېزوس غواړي په خپل ژوند د خپلې ۱۲۴ میلیارد ډالرو شتمنۍ ډېره برخه د خیر ښېګنې پر کارونو ولګوي.
امریکایی جېف بېزوس چې په ۱۹۹۴ کال کې يې د انټرنېټ د پرچون پلورنې شرکت امازون بنسټ اېښی د دغه شرکت له نړېوالېدو سره دی هم د ځمکې پر مخ له ټولو شتمنو کسانو شو.
هغه د یکشنبې په ورځ سندرغاړې او بشرپالې ډالي پارټن ته هم د بېزوس د هڅونې او مدنیت په نامه سل مېلیون ډالري جایزه ورکړې وه چې دا سندرغاړې به يې د خپلې خوښې وړ خیریه بنسټونو ته وېشي.
جېف بېزوس چې د نړۍ له ګوتو په شمېر ډېرو شتمنو یو دی، سي اېن اېن تلوېزیون ته ویلي هوډ یې کړی چې په خپل ژوند د خپلې ۱۲۴ مېلیارد ډالري شتمنۍ ډېره برخه د خیر ښېګڼې په چارو ولګوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنکړل چې دا پیسې به په څه لګوي. هغه له دې مخکې هم ویلي وو چې غواړي د خیرښېګڼې د پیسو یوه برخه د اقلیمي بدلون پر مبارزه او د نابرابرۍ پر مخنیوي ولګوي.
پر دغه امریکایي کاروباري له دې وړاندې نیوکې شوې وې چې ګنې د خیر ښېګڼې کارونو کې څومره چې ښايي برخه نه اخلي.
پانګوال وارن بفیټ او د مایکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس او د بېزوس پخوانۍ مېرمنې مکنزي سکات هم خیر ښېګڼو کارونو کې د خپلو شتمنیو د لګولو ژمنې کړې دي.
بېزوس وروسته تر هغه خپل دا پلان اعلان کړی چې د موسیقۍ مشهورې سندرغاړې او خیریه کارونو کې ونډه والې ډولي پارټن ته یې په خیریه کارونو کې د پیسو لګولو په نیت ۱۰۰ میلیون ډالر ورکړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
بېزوس د سې اېن اېن شبکې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا خپله ډېره شتمني به خیریه کارونو ته ځانګړې - وویل "هو، دا کار کوم."
هغه ونه ویل چې دا پیسې به کوم ځای کې لګوي، خو وویل "ډېره برخه به یې په یوه ډاډمن ځای کې ولګوي".
دی وايي، د ژوند شریکه لورین سانچیز به په ګډه له ده سره خیریه کارونو کې ونډه واخلي.
وړاندې هم دغه میلیاردر ۱۰ میلیارد ډالره د ځمکې لپاره د بیزوس د صندوق بنسټ ته ورکړي وو. دا بنسټ په ۲۰۲۰ کال د اقلیمی بدلون مخنیوي کې د همکارۍ لپاره جوړ شوی و.
دا پلان یې وروسته تر هغه اعلان کړ چې دده په ګډون پر ګڼو شتمنو کسانو نیوکې وشوې چې د ځمکې د ستونزو د هواري پر ځای پر فضايي سفرونو زښت ډېرې پیسې لګوي.
بیزوس وروسته تر هغه د ځمکې پر سر تر ټولو شتمن سړی وګڼل شو چې امازون شرکت یې - چې په ۱۹۹۴ کال کې جوړ کړی و- پر انټرنېټ د پېر او پلور تر ټولو ډېر ګټمن او د کاروبار ځای وګرځېد.
ده په ۲۰۲۱ کال د امازون د اجراییوي مشر په توګه استعفا وکړه، خو لا هم د مدیریت شورا مشر دی.
واشنګټن پوسټ مشهوره امریکايۍ ورځپاڼه او د بلو اوریجن په نامه د فضايي ګرځندویۍ یا سیاحت شرکتونه هم د هغه دي.










