د نړۍ تر ټولو شتمن کس 'جېف بېزوس' نن فضا ته په چکر روان شو

د عکس سرچینه، Blue Origin
د نړۍ تر ټولو شتمن کس، امریکایی میلیاردر جېف بېزوس نن سې شنبه له ۳ نورو کسانو سره یو ځای خپله شخصي فضایي بېړۍ کې فضا ته روان شو.
له نوموړي سره په دې سفر کې د ده ورور مارک بېزوس، د فضایي چارو ۸۲ کلنه کارپوهه والي فنک او یو اتلس کلن محصل هم شامل دي.
دوی به په یوه ځانګړي کپسیول کې، چې لویې کړکۍ لري، د ځمکې چارچاپېره راګرځي.
د (نیو شپرډ) په نامه دا ځانګړې فضایی بېړۍ د جېف بېزوس شرکت (بلو اورجن) لخوا په دې موخه جوړه شوې چې فضا ته د سیلانیانو ورتګ دود کړي.
ښاغلي بېزوس سي بي اېس خبري شبکې ته وویل، هېڅ وارخطا نه دی او غواړي وګوري چې فضا ته د خپل سفر پر مهال څه شی زده کولی شي.
نوموړي وویل: "موږ دې سفر لپاره تمرینات کړي. دا بېړۍ چمتو ده. موږ هم چمتو یو. یوه ډېره عالي ډله ده. ټول د دې سفر په اړه ډېر ښه احساس لرو ".
نوموړي سره په دې سفر کې ملګرې ۸۲ کلنه والي فنک له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د فضایي چارو اداره کې کار کوي، خو تر اوسه یې فضا ته د تلو خوب نه و پوره شوی.
پر خواله رسنیو ګڼو کسانو پر جېف بېزوس نیوکې هم کړې دي او استدلال کوي چې دی خپلې پیسې په غیر اړینو چارو ضایع کوي.
دا کسان وایي، فضا ته د چکر پر ځای کېدلی شوه چې دا پیسې د اقلیمي بدلون پر مخنیوي او نورو ضروري چارو ولګول شي.










