د نړۍ يو تر ټولو شتمن کس فضا ته په چکر ځي

د عکس سرچینه، Reuters
د امازون شرکت څښتن جېف بېزوس وايي د خپل فضايي شرکت (بلو اورېجن) له لارې په لومړنۍ الوتنه کې له خپل ورور سره فضا ته سفر کوي.
نوموړي پر انسټګرام ليکلي: "فضا ته الوتنه هغه څه وو چې ما یې ټول عمر ارمان کاوه".
د ښاغلي بېزوس شرکت (بلو اورېجن) فضا ته د تلونکي راکټ يوه څوکۍ هم د مزايدې له لارې پلوري چې اوس يې بيه ۳ ميليونو ډالرو ته نژدې شوې ده.
جېف بېزوس د نړۍ يو تر ټولو شتمن کس دی او د فوربز مجلې له مخې يې ټوله شتمني ۱۸۶ ميليارده ډالره ښودل شوې. نوموړی يو له هغو کسانو دی چې د کورونا وبا پر مهال يې هم شتمني لسګونه ميليارده ډالره زياته شوه.
نوموړي پر خپله انسټګرام پاڼه ليکلي، "د جولای پر شلمه نېټه له خپل ورور سره سفر کوم". ورور يې هم فضا ته دا د سفر "پام وړ فرصت" بللې دی.
د دوی سفر لپاره غوره شوې سپوږمکۍ یا راکټ (نيو شېپرډ) نومېږی او فضا ته د تلونکي لومړي امريکايي ستورمزلي الان شېپرډ په نامه يادېږي.
دا راکټ به له فضا څخه په راستنېدو پر ځمکه په عمودي ډول ناسته کوي.

د عکس سرچینه، EPA
د ښاغلي بېزوس د شرکت (بلو اورېجن) د وېبپاڼې له مخې دوی پلان لري چې د دې راکټ سپرلۍ د ځمکې له فضا ۱۰۰ کيلومتره لېرې واستوي چې دوی مايکرو ګرويټي (د ځمکې د جاذبې یا ثقل تر ټولو کمه کچه) تجربه کړي.
بلو اورېجن شرکت په ۲۰۰۰ کال کې د جېف بېزوس له خوا پيل شو و او فضا ته يې څو ازمايښتي الوتنې هم لرلې.
جېف بېزوس د تاريخ يو تر ټولو بريالی شرکت، یعنی امازون په ۱۹۹۴ کال کې جوړ کړ، او هغه مهال يې يوازې کتابونه پرې پلورل.











