د نړۍ تر ټولو شتمن کس د ذهن لس خبرې

د عکس سرچینه، Reuters
جېف بیزوس د ځمکې په مخ تر ټولو شتمن سړی دی. د تاریخ یو تر ټولو بریالی شرکت یې جوړ کړی او مشري یې کوي.
دا به درواغ نه وي که ووایو له ښاغلي بیزوس پرته به په ګراج کې له انبار پیل شوی دا شرکت په نړیوال پرمختللي تجارت بدل شوی نه و.
خبریال ډیویډ بېکر هڅه کړې د جېف بیزوس ذهن ته نفوذ سره د نوموړي د خطر منلو، تکتیکونو، لوړو خیالونو او پنځونو رازونه وسپړي.
ان د ځمکې د جاذبې ځواک هم د جېف بیزوس هیلې تر ځمکې محدودې نه کړې او اوس یې ذهن کې د تشیال په لور د سوداګرۍ غځولو پلانونه هم شته.
خو جېف بیزوس څنګه دې بري ته ځان ورساوه؟ دا لس ټکي- چې د جېف بیزوس د ذهن نچوړ یې بللی شو- دلته لوستلی شو.
هره ستونزه په ځیرکتیا او نوښت حلېږي
د جېف بیزوس د نوښت وړتیا ډېره ژر ښکاره شوه.
هغه ډېر دوبي تګزاس کې د خپل نیکه کوچنۍ کرونده کې تېر کړي او هلته یې هر هغه څه رغول چې اړتیا یې وه او ان د کروندې پخوانی ټیکټر یا تراکتور یې هم چلاوه.
نیکه یې یو ځل فوق العاده نوښت ولید؛ کله یې چې یوه ګوته د موټر ټکر کې پرې شوه او ډاکټرانو د بدن بله برخه ور پیوند کړه.
بیزوس دا کیسه اوس هم کوي.
حق تل د مشتري دی
له بانکوالۍ ترلاسه شوو تجربو او کتابونو اړولو سره ښاغلي بیزوس ته مهمه مسله مشتري یا ګاک دی.
د امازون پخوانی مدیر ټام البرګ وايي، بیزوس "د مشتري جن سره نړۍ" ته راغلی دی او غواړي نړۍ بدله کړي:
"ذهنیت یې د مشتریانو یا ګاک په خوشال ساتلو او دې ولاړ دی چې که ډېرې پیسې وګټئ ډېر کار هم کولی شئ."
پر تېر کار وکړه او راتلونکي ته پلان جوړ کړه

د عکس سرچینه، Reuters
د هارورډ پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سانیل ګوپتا وايي، امازون چې کوم توکي او خدمتونه پنځوي بنسټ یې دا نظریه ده چې پر تېر کار وکړه او راتلونکي ته پلان وکړه.
په دې مانا چې امازون د ګاک یا مشتریانو پر غوښتنو فکر کوي او دوی ته په رسېدو کې تېرې تجربې کاروي:
"که شرکت پخپله دا کار نه شي کولی، د نورو په مرسته یې رامنځ ته کوي یې، په دغه مهال راتلونکي ته پلان په دې مانا دی چې څنګه تاسو دا وړتیا په بشپړ نوي کسب او کار بدله کړئ."
تل هره ورځ اولنۍ ورځ ده
خپلو ونډوالو ته بېزوس د امازون له کلني رپوټ سره یو لیک هم لېږي. په دغه لیک کې د دې فکر پر اهمیت ټینګار شوی وي چې بریالیتوب او نوښت ته د لېوالتیا ساتلو لپاره تل هره ورځ لومړنۍ ورځ ده.
بیزوس دا نه خوښوي چې د یو شي په هکله د فکر کولو په دویمه ورځ ووايي، دا دویمه ورځ ده.
هغه وايي: "د دویمې ورځې نتیجه کې بې احترامي او سکون وي. وروسته د ناکامي نه زغمېدونکی درد او بیا هم مرګ، ځکه تل لومړنۍ ورځ ده. "
خطر ومنئ
په ۲۰۰۰ کال او د ډاټ- کام شرکتونو د کړۍ ماتېدو سره بیزوس لوی خطر ومانه او امازون یې بهرنیو پلورونکو ته پرانیست. هغه مهال دا رېسک یوه بې عقلي وه، خو ارزښت یې درلود.
تر دې د لږ خطر رېسکونه هم وو لکه د موبایل کار او کسب کې حضور. خو د خطر منلو له پلوه بیزوس ډېر ځواکمن دی او په نویو تجربو پسې ګرځي.
د امازون پخوانی مدیر او "د ازمازون لار" کتاب لیکوال جان راسمن وايي، بیزوس له پرېکړې سره منیه لري: "نه به پوهېږي چې بایله به یې څه وي. " الیکسا امازون هم یوه دا ډول پرېکړه ده.
بیا ماتې ښه ماتې
د بیزوس خطر منونکی ذهن سبب شوی چې ستر خطر یا رېسک ومني او له ماتې ونه وېرېږي.
بیزوس وايي: موږ ټول بیا بیا مات شوي یو، تل فکر کوم چې موږ د ماتې خوړلو لپاره ښه ځای یو، ځکه دا کار ډېر ښه کوو؛ موږ دې عمومي برخه کې تمرین کړی دی.
مه پښېمانېږئ
جېف بیزوس وايي، له هغه کار مه پښېمانېږئ چې د کولو هڅه یې کوئ. د نوموړي فکر کې د نه پښېمانتیا لپاره هم له ناکامي د نه وېرېدلو فکر دی.
نوموړی د ایکسل سپرینګر کمپنۍ مدیر ماتیاس دوپفنیر سره خبرو کې وايي:
"کله چې ۸۰ کلن شوې او پر خپلو پښېمانیو فکر کوئ، نو فکر دې هغو کارونو ته کېږي چې کړي دې نه دي."
د ذهن خبره وکړئ
کله چې د جېف بیزوس ژوندلیک کښونکي براډ سټن وپوښتل، کله چې اداري پلاوي کې پرېکنده یا وروستۍ خبره کېږي، نو ته ډېر ډیموکراټ نه ښکاري، نو بیزوس ځواب ور کړ چې تل د ریښتوني بحث هیله لري:
جان راسمن وايي، امازون دې برخه له نورو شرکتونو سره ورته نه دی:
"ډېری شرکتونو کې غړي خپلو کې فعالانه بخث نه کوي. خلک د ریښتوني نظر خپرولو کې دوه زړي وي. دا شرکتونه د مشتري د نظر له مخې نه رهبري کېږي. دوی پرېکړه کوونکي ته درناوی نه کوي او که له پرېکړې سره جوړ هم نه وي بیا هم کمزوری غبرګون لري."
سیالي وکړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
بیزوس د کار او کسب ډګر ته د سختې سیالۍ حس ور کړی دی.
براډ سټن د الیکسا رامنځ ته کېدو د وخت کیسه کوي؛ هغه هم په داسې مهال چې اپل د سیري او ګوګل هم د غږ تشخیصولو ښه سیستم درلود.
هغه وايي: "امازون دې ټولو ته په پام دې برخه کې د ملاتړ وړ نه و، خو دا چې جیف د الیسکا پروژې مدیر و د سترګو رپ کې الیکسا د لس زرو یا تر هغه ډېر کاري ځواک څېښتن شو. ځکه هغه نه غوښتل چې امازون سیالي مخالفانو ته پرېږدي."
لرې فکر وکړئ
لرې یا اوږدمهالی فکر د بیزوس او امازون بري کې مهم رول لري.
جان راسمن وايي: بېزوس لېوال دی چې لسو کلونو کې له یوې نوې پروژې پیسې وګټي او په کومو پروژو چې باور لري تر پایه یې وغځوي.
د بیزوس د اوږدمهالي فکر یوه نښه هم په تشیال کې پروژه ده.
هغه په دې برخه کې "بلو اورجین" شرکت جوړ کړ.
بیزوس دې برخه کې پخه پرېکړه کړې ده: د ځمکې کوره محدوده ده او که د نړۍ اقتصاد او وګړي همداسې ډېر شي، یواځنۍ لار تشیال دی.









