کورونا؛ د امازون د مشر شتمني ۲۴ میلیارد ډالره ډېره شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورونا وېروس خپرېدو پسې د پرلیکه یا انټرنټي سودا بې کچې ډېرېدو سره د امازون شرکت د مشر او بنسټګر جېف بیزوس شتمني ۲۴ میلیارد ډالره ډېره شوې او د دې شرکت ونډې هم خورا لوړ برید یا حد ته رسېدلې دي.
د بلومبرګ د میلیاردونو ګراف له مخې، جېف بیزوس اوس ۱۳۸ میلیارد ډالر پانګه لري او نړۍ کې د تر ټولو شتمن کس ځای یې زباد کړی دی.
له هغه راهیسې چې د کورونا وېروس له امله خلک (په کور پاتېدلو) سره مخ شوي، نو پرلیکه پېر ته یې مخه کړې او دې سره د امازون ګټه ډېره شوې ده.
په دا مهال امازون شرکت د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره په زرګونو نوي کارګر ګومارلي دي.
دا شرکت په امریکا کې د خپلو کارمنانو له نیوکو سره هم مخ دی، ځکه دوی وايي، کاري چاپېریال کې له کورونا وېروس د خوندیتوب لپاره یې پوره اړین کارونه نه دي شوي.
ښاغلی بیزوس امازون شرکت کې ۱۱ سلنه ونډه لري.
پر امازون سربېره په برتانیا کې د والمارټ ځنځیري پلورنځیو څېښتنې کورنۍ والټن هم د کورونا وېروس پر مهال د خلکو پر کور پاتېدو له امله ډېره ګټه کړې ده؛ په داسې ډول چې روان کال یې خالصه شتمني پنځه سلنه ډېره شوې او ۱۶۹ میلیارد ډالرو ته پورته شوې ده.
د بلومبرګ میلیاردونو ګراف دا هم وايي، چې په ورته مهال د سږ کال پنځه سوه شتمنو کسانو ۵۵۴ میلیارد ډالر تاوان کړی دی.
دا مهال په نړۍ کې د تېلو غوښتنې یا تقاضا کمېدو او همدارنګه د تېلو پر تولید د سعودي او روسیې اختلاف پسې د نړۍ په ګازي او تېلي صنعت کې د پانګوالو شتمني ډېره کمه شوې ده.
امازون څنګه جوړ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي بیزوس پر ۱۹۹۵ کال په یو لک ډالره شخصي او کورنۍ پانګونې سره امازون شرکت جوړ کړ.
هغه په ۳۰ کلنۍ کې له هغو شمېرو سره مخ شو چې د انټرنېټ د چټکې ودې خبره یې کوله، ځکه یې د پانګونې یوه صندوق کې دنده پرېښوده.
د ښاغلي بېزوس پخوانۍ مېرمن مکنزي هم ور سره یو ځای شوه.
ښاغلی بیزوس چې نیویارک کې یې د پانګونې صندوق کې کار کاوه له دې مېرمنې سره اشنا شو.
دې جوړې- چې څلور بچیان لري - پر ۲۰۱۹ کال سره پرېښودل.
د دوی د طلاق د تړون له مخې مکنزي ۳۸ میلیارد ډالر ترلاسه کړل چې د امازون د ونډو څلور سلنه کېږي.
د امازون له بنسټولو میاشت وروسته جېف بیزوس د امریکا له ۵۰ ایالتونو او د نړۍ له ۴۵ هېوادونو د پېر غوښتنې یا سفارشونه ترلاسه کړل.

د عکس سرچینه، Reuters
د شرکت د بنسټولو په لومړیو پنځو کلونو کې یې د مشتریانو حساب له ۱۸۰ زرو تر ۱۷ میلیونو ورسېد.
د دې شرکت پلور هم له پنځه لکه ۲۲ زره ډالرو ډېر ټوپ سره یو میلیاررد او شپږ میلیون ډالرو ته پورته شو.
له هغه وروسته وتلي پانګوال له دې شرکت سره یو ځای شول، چې ور سره د دې کمپنۍ ګټه هم ډېره شوه، په داسې ډول چې ښاغلی بیزوس له ۳۵ کلنۍ مخکې( په ۱۹۹۹ کال کې) د نړۍ یو تر ټولو شتمن کس شو.
په هغه کال ټایم مجلې نوموړی د کال شخصیت غوره کړ او هغه مهال نوموړی د نړۍ تر ټولو ځوان کس و چې دا نوم یې ګاټه.
ټایم مجلې نوموړي ته د سایبري سوداګرۍ پاچا نوم ور کړ.








