امازون خپلو کارکوونکو ته ۵۰۰ میلیونه ډالره انعام ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
امازون د کرسمس پرمهال خپلو کارکوونکو ته ۵۰۰ میلیونه ډالر انعام ورکوي. دا کار له هغه وروسته کیږي چې د شرکت په وینا د کورونا وبا پرمهال د دوی سوداګرۍ وده کړې.
درې سوه میلیونه به هغو کارکوونکو ته ورکول کیږي چې ټوله ورځ کار کوي او پاتې برخه به یې پر هغو کارمندانو وویشل شي چې نیمه ورځ کار کوي. ټولټال څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ډیسمبر له لومړۍ تر ۳۱ د کرېسمس پرمهال کارګرانو ته ورکړل شي.
د امازون مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن کس جېف بېزوس د کورونا وبا پرمهال د خپلو کارمندانو هڅې ستایلي دي.
د امازون مرستیال مشر ډېف کلارک ویلي، له خپلې کاري ډلې مننه کوي چې د خپلو ټولنو خدمت کې یې مهم رول لوبولی دی.
"په داسې حال کې چې د رخصتیو فصل را روان دی، موږ غواړو د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو بونس په ویشلو خپل کارکوونکي وستایو."
پر دې شرکت له دې امله هم نیوکې شوي چې د کورنا وبا پرمهال یې هم کارکوونکو په لویو ګودامونو کې خپلې چارې پرمخ بیولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د کارګرانو د حقونو مدافعینو د امازون او والمارټ په ګډون پر لویو شرکتونو غږ کړی و چې د رخصتیو پرمهال د ګڼې ګوڼې له زیاتېدو سره دې د خپلو کارکوونکو خوندي ساتلو او روغتیا ته جدي پام وکړي.
دوی غوښتنه کړې چې د دغو شرکتونو کارمندانو ته دې د ناروغۍ رخصتي، اضافه کاري او د وبا په اړه پوهاوی ورکړي.
په اروپا او امریکا کې د امازون کارکوونکو هم له وړاندې د خپلې روغتیا او کاري شرایطو په اړه اندېښنې ښوولې وې او ادعا یې کړې وه چې په کاري چاپېریال کې ټولنیز واټن مراعتول ناممکن دي.








