کابل کې د برېښنا پرچاویو ۱۵ کارګر وزګار کړي

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له کلونو راهیسې په کابل او یو شمېر نور ولایتونو کې په ژمي کې د برېښنايي پرچاوۍ ډېرېږي.

په کابل کې د برېښنا وروستیو پرچاویو د دې ولایت په صنعتي پارکونو کې د کابو ۸۰ سلنه کارخونو د فعالیت درېدو لامل شوې دي.

په افغانستان کې د کرنتین ختمېدو وروسته د کابل په صنعتي پارکونو کې تازه د کارخونو څرخونه په حرکت راغلی وو، خو مسئولینو په وینا یې د برېښنايي پرچاویو زیاتېدو له امله بېرته د یو شمېر کارخونو څرخونه درېدلی او د ځینو کارخونو څرخونه یوازې څو ساعته څرخي.

د کابل په څلورو صنعتي پارکونو کې کابو ۱۵۰۰ کوچنۍ او لویې کارخونې فعالیت کوي، چې بېلا بېل خوراکي او غیرخوراکي توکي تولیدوي.

د کابل صنایعو او معادنو خونې په وینا دغو کارخونو پخوا په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۳ ساعته برېښنا درلوده، خو اوس یوازې ۴ یا ۵ ساعته برېښنا لري.

د دغې خونې مشر کریم عظیمي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، وروستیو ورځو کې برېښنايي پرچاوۍ د سلګونو کارخونو د فعالیت درېدو لامل شوي دي او زرګونو کارګر بېکاره کړې دي.

د پیمان په نوم د څو تولیدي کارخونو مشر سخي محمد پیمان وايي، وروستیو برېښنايي پرچاوو یوازې د دوی د کارخونو کابو ۵۰ سلنه تولیدات راکم کړي دي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په تاجکستان کې د برېښنا په برخه کې د تخنیکي ستونزو له امله یوازې دوې یا درې ورځ کېږي، چې له صنعتکارانو سره د همغږۍ وروسته پرچاوې ډېره شوه ده.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په وینا، اوس بېرته د تېر په شان صنعتي پارکونو ته ۱۲ ساعت برېښنا ورکوي.

برېښنا
د عکس تشریح، برېښنا شرکت وايي، په اصل کې کابل ۵۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو یوازې ۲۶۵ میګاواټه ور ته رسېږي، چې په وینا یې ۵۰ میګاواټه یې په نغلو بند کې تولیدېږي او پاته یې له وارداتي برېښنا پوره کوي.

خو د کابل صنعتي پارکونو مسئولین د برېښنا شرکت دغه ادعا ردوي، چې وايي اوس یې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل کړې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت دوه کاله مخکې ویلي وو، له ترکمنستان د تازه برېښنا را واردولو او په کور د دننه د لمریزي برېښنا په تولید سره به په ژمې کې په کابل کې د برېښنايي پرچاویو ستونزه حل شي خو یاده ستونزه لا هم پر ځای ده.

برېښنا شرکت وايي، په اصل کې کابل ۵۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو یوازې ۲۶۵ میګاواټه ورته رسېږي، چې په وینا یې ۵۰ میګاواټه یې په نغلو بند کې تولیدېږي او پاته یې له وارداتي برېښنا پوره کوي.