'د برېښنا پرې شوي مزي په لنډ‌مهالي ډول کابل سره نښلول شوي'

د دغه شرکت مسئولین وایي، د کابل ښار شاوخوا اویا سلنه سیمه به نن شپه رڼا وي.

د عکس سرچینه، د افغانستان برښنا شرکت

د عکس تشریح، د دغه شرکت مسئولین وایي، د کابل ښار شاوخوا اویا سلنه سیمه به نن شپه رڼا وي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د سالنګ په سیمه کې د برېښنا پرې شوي مزي یې په لنډ‌مهالي ډول بېرته کابل سره نښلولي دي.

د دغه شرکت مسئولین وایي، د کابل ښار شاوخوا اویا سلنه سیمه به نن شپه رڼا وي.

برېښنا شرکت وایي، د ستونزي دایمي هواري لپاره یې کارکوونکي په سیمه کې دي او تر راتلونکو څو ورځو پورې به چارې بشپړې کړي.

په تېره یوه میاشت کې دا دویم ځل دی چې پر کابل ښار او شاوخوا نورو ولایتونو یې د څو پرله پسې ورځو په مخه برېښنا پرې کېږي.

برېښنا شرکت وایي چې تېرځل طالبانو په بغلان کې د یو شمېر غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې د برېښنا څو پایې ویجاړې کړې وې، خو دا ځل د پروان ولایت د سالنګ په غرنۍ سیمه کې یوه پایه نامعلومه کسانو په ماین والوځوله.

د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب وایي، کارکوونکو یې نن د پنجشنبې په ورځ پرې شوي مزي په لنډمهالي ډول ونښلول او په خبره یې تر راتلونکې شنبې به ستونزه په ټولییز ډول هواره شي.

کابل ښار ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزو پرې کولو سره پرکابل سربېره لسو نورو ولایتونو باندې هم برېښنا پرې شوې وه.

د عکس سرچینه، د افغانستان برښنا شرکت

د عکس تشریح، کابل ښار ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزو پرې کولو سره پرکابل سربېره لسو نورو ولایتونو باندې هم برېښنا پرې شوې وه.

له تېرو دوو ورځو راهیسې کابل ښار تیاره و او یوازې حرارتي او د ماهیپر، سروبي او نغلو اوبیزه برېښنا په نوبتي ډول په سیمو ویشل کېده.

کابل ښار ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د مزو پرې کولو سره پرکابل سربېره لسو نورو ولایتونو باندې هم برېښنا پرې شوې وه.

برېښنا شرکت وایي، طالبانو سره یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خبرې کړي او هغوی د برېښنا مزو د نه پرې کېدو ډاډ ورکړی دی.

د برېښنا شرکت په باور، د مزو پرې کېدل دوی او پانګه والو ته مالي زیان هم اړوي.

دوی وایي، د هرې پایې رغول تر دوه میلیونه افغانیو پورې لګښت غواړي او د برېښنا له پرې کېدو سره کابل کې د لسګونه کارخونو د تولید چارې هم ټکنۍ کېږي.