افغانستان تر ۱۰ کلونو له ازبکستانه په ثابته بیه برېښنا اخلي

کابل

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان نه واردوي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي له ازبکستان سره د برېښنا د یوه نوي تړون له مخې به له دغه هېواده په راتلونکو لسو کلونو کې په ثابته بیه برېښنا اخلي.

دغه شرکت وايي، د راتلونکو لسو کلونو لپاره یې له ازبکستان یو کیلوواټ برېښنا په ۵ سنټه رانیولې ده چې څلور افغانۍ کېږي.

افغانستان اوسمهال د خلکو د کورونو رڼا کولو او د اقتصادي څرخ د ګرځولو لپاره شاوخوا دوه زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې د برېښنا شرکت په وینا ۸۰ سلنه یې له بهره واردوي:

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان سره د نوي لاسلیک شوي تړون له مخې افغانستان ته په کلني ډول ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ګټه هم ورسيږي.

د برېښنا شرکت په وینا دا ۵۰۰ میګاواټ برېښنا پروژه به په ۲۰۲۲ کال بشپړه او ګټه اخیستنې ته وړاندې شي.

د یاد شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، له ازبکستانه د دې نوې برېښنا په واردولو سره به د راتلونکو لسو کالونو لپاره کارخونو او کورونو ته په لوړ کیفیت او ثابته بیه برېښنا ور کړل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت په وینا له دې مخکې له هغو هېوادونو سره چې افغانستان ترې برېښنا واردوي، کلنی تړون لاسلیک کېدی چې ورسره به اړوند هېواد هر کال د برېښنا بیه لوړوله.

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان دا مهال دوه زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۲۰ سلنه یې په کور د ننه تولیديږي او ۸۰ سلنه یې د افغانستان برېښنا شرکت په خبره په کلني ډول د ۳۲۰ میلیونه ډالره په ارزښت له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان واردېږي.

د برېښنا شرکت په خبره د دغه تړون پر بنسټ به ازبکستان افغانستان ته د ګاونډي هېوادونه په شان باکیفیته برېښنا ور کوي.

د یاد تړون په لاسلیک کېدو سره به ازبکستان په خپل سر د دې حق نه لري چې پر افغانستان برېښنا بنده کړي، په تړون کې راغلي چې که دا کار وشی مقابل لوری جریمه کیږي.

افغانستان دا مهال دوه زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۲۰ سلنه یې په کور د ننه تولیديږي او ۸۰ سلنه یې د افغانستان برېښنا شرکت په خبره په کلني ډول د ۳۲۰ میلیونه ډالره په ارزښت له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان واردېږي.