د هلمند او کندهار پر ادارو د برېښنا شرکت ۲۴۶ میلیون افغانۍ پور

- Author, مامون درانی
- دنده, سیمه ییز خبریال
د برېښنا شرکت چارواکي وایي د هلمند ټولې دولتي ادارې یې۹۶ میلیون افغانۍ پوروړې دي، چې د لګول شوې برېښنا لګښت یې نه دی ورکړی.
د افغانستان د برېښنا شرکت د خپلو عوایدو ټولولو په موخه د هلمند مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې د بېل سیسټم فعال کړی.
د هلمند د برېښنا امر انجنیر فیض الله وایي د بېلونو د سیسټم په فعالولو سره به د دولتي ادارو سربېره له کورونو هم خپل عواید پر وخت راټول کړي.
هغه زیاته کړه چې د هلمند ټولو دولتي ادارو له خپل ټاکل شوي تخصیصه زیاته برېښنا مصرف کړې، چې د ده په ټکو د برېښنا شرکت ۹۶ میلیون افغانۍ پوروړې دي.
تر دې وړاندې د کندهار حوزې د برېښنا شرکت ویلي وو چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت برېښنا لګول شوې چې یوازې ۲۵ میلیون افغانۍ د دوی حساب ته تحویل شوې.
دغه اداره وایي، څه باندې ۵۰ میلیون افغانۍ دولتي ادارو او یوشمېر شرکتونه پوروړي دي او د برېښنا د ناسم سیسټم له کبله د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت برېښنا ضایع شوې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ د برېښنا سیسټم یو تر ټولو خراب او زوړ هغه دی چې د برېښنا لویه برخه یې له ګټې اخیستنې پرته ضایع کېږي.
د امریکا د مرستو د څار ادارې ''سیګار'' په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د هلمند د برېښنا سیسټم د رغولو لپاره د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت د تخنیکي وسایلو مرسته کړې.
د دغې ادارې د راپور له مخې په هلمند ولایت کې د ظرفیتونو د نشتوالي له کبله مرسته شوې وسایل په ګودامونو کې پراته دي او ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.
خو د کندهار حوزې د برېښنا شرکت مرستیال مشر امان الله فاروقي وایي، چې ډېر ژر به د لښکرګاه او ګرشګ د برېښنا سیسټم له سره ورغوي.
د یادولو ده چې د کندهار حوزې د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو، چې د کندهار د ولايت مقام په ګډون يې ټولې دولتي ادارې په دغه ولایت کې ۱۵۰ ميليونه افغانۍ پوروړې دي.








