"د کورونا وبا پر مهال د لسو بډايه کسانو شتمني ۵۴۰ ميليارد ډالره زياته شوې"

Jeff Bezos speaking in September 2019

د عکس سرچینه، AFP

اکسفام خيريه بنسټ وايي د کورونا وېروس وبا پر مهال د لسو شتمنو کسانو شتمني ۵۴۰ ميليارد ډالره زياته شوې ده چې دغه اندازه پيسې به په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې له منځ وړلو او د ټولو انسانانو لپاره د واکسين برابرولو لپاره کافي وي.

د دغه بنسټ راپور کې راغلي چې د ميلياردرانو ټوله شتمني د جي - ۲۰ حکومتونو لخوا له کورونا وېروس سره د مبارزې د لګښت سره برابره ده.

دغه خيريه بنسټ له حکومتونو غوښتي چې په ډېرو شتمنو خلکو ماليه ولګوي.

خو د کورونا وبا پر مهال که د ځينو بډايه خلکو شتمني زياته شوې ده بل پلو د ځينو شتمنو خلکو له خوا د پام وړ مرستې هم شوې دي.

د اکسفام له خوا دغه راپور په داسې حال خپور شوی چې د نړۍ مشران د ډاووس نړيوال اقتصادي فورم لپاره راټولېږي.

دوی وايي د حکومتونو له خوا خپلو اقتصادونو سره غير عادي ملاتړ د دې سبب شوی چې د بيو مارکېټ کې زياتوالی راشي چې د ميلياردرانو شتمنۍ ته يې وده ورکړې ده، په داسې حال کې چې عادي اقتصاد په يوه پېړۍ کې تر ټولو ناوړه حالت سره مخ دی.

رپوټ زياتوي چې د تېر کال د مارچ له ۱۸ د ډسمبر تر ۳۱ پورې د ميلياردرانو شتمني ۳.۹ ټريليون ډالر زياته شوې ده چې اوس مهال ۱۱.۹۵ ټريليونو کې ده.

دا له هغو پيسو سره برابره ده چې د شلو شتمنو يا جي ۲۰ هېوادونو له خوا د کورونا وېروس د وبا سره د مبارزې لپاره لګول شوې.

لسو شتمنو کسانو کې چې له مارچ مياشتې راهيسې يې شتمني ۵۴۰ ميليارده زياته شوې د امازون مشر جېف بېزوس، د ټسلا کمپنۍ څښتن اېلن ماسک او د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ شامل دي.

رپورټ وايي د سپټمبر تر ۲۰ ښاغلي بېزوس دومره پيسې ګټلې چې که د امازون خپلو ټولو ۸۷۶۰۰۰ زره کارکوونکو ته ۱۰۵۰۰۰ ډالره بونس ورکړي، بیا به هم هغومره شتمن وي چې د کورونا وبا له پيله مخکې و.

اکسفام اټکل کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې له ۲۰۰ میليونو نيولې تر ۵۰۰ میليونو پورې خلکو په بېوزلي کې ژوند کاوه.

ايا د نړۍ شتمن خپله برخه کار کوي؟

Homeless shelter in Dublin on 20 January 20201

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورونا وبا له پيل راهيسې يو شمېر مشهورو څېرو، سپورتي لوبغاړو او سوداګرو د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره مرسته هم کړې ده.

سويس بانک د تېر کال اکټوبر مياشت کې ويلي وو چې ۲۰۹ ميلياردرانو د ۲۰۲۰ کال له مارچ تر جون مياشتې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د ۷.۲ ميليارد ډالرو مرستې ژمنه کړې.

تېره مياشت د جېف بېزوس پخوانۍ مېرمنې مکنزي سکاټ ويلي وو چې څلورو مياشتو کې يې د بېړنيو خدمتونو او خوراکي توکو پروګرام سره له څلور ميليارد ډالرو زياته مرسته کړې ده.

په يوه ټوېټر پيغام کې نوموړې ويلي وو، غواړي له هغو امریکايانو سره مرسته وکړي چې د کورونا وېروس وبا پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

د تېر کال جون مياشت کې ويل شوي وو، چې ښاغلي بېزوس د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه ۱۲۵ ميليون ډالره مرسته کړې.

د تېر کال اپرېل مياشت کې د ټوېټر يوه څښتن جک ډورزي هم له خپلې شتمنۍ د کورونا وېروس سره د مبارزې او نورو خدمتونو لپاره د يو ميليارد ډالرو مرستې اعلان کړی و.

د مايکروسافټ څښتن بېل ګېټس او مېرمنې یې ملېنډا ګېټ هم د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه چې په هغو کې د واکسين پراختيا، لېږد هم شامل دي د ۱.۷۵ ميلياردو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.