کورونا وېروس او هوایي شرکتونه
د بریتانیا حکومت پارلمان ته پر دې لیکلي دي چې ولې لا هم ځینې الوتکې بریتانیا ته را روانې دي. هره ورځ نژدې ۶۰ الوتنې د لندن لوی هوايي ډګر هیترو ته را رسېږي. هوايي شرکتونو بي بي سي ته ویلي دي چې ډېری الوتنې یې تشې وي، او ټول هغه کسان چې بریتانیا ته راځي هغه خلک دي چې بهر و او بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي. ډېری هوايي شرکتونه بیا د مساپرو پر ځای روغتیايي توکي او نور بارونه له یوه ځایه بل ته رسوي.