یوه داوطلب د امازون له رئیس سره فضايي سفر لپاره ۲۸ میلیون ډالر ورکړل

د عکس سرچینه، Reuters
یو ناپېژانده کس د امازون له رئیس جېف بېزوس سره د هغه د بلو اورېجن کمپنۍ لومړني فضايي سفر کې د ملتیا بولي (داوطلبي) په ۲۸ میلیون ډالرو وګټله.
د دې بولۍ د ګټلو خبر بلو اورېجن کمپنۍ پر خپل رسمي ټویټر خپور کړی او ویلي یې دي چې د هغې د ګټوونکي هویت به راتلونکو اونیو کې برملا کړي.
له ۱۴۰ ډېرو هېوادونو څخه خلکو په دې بولۍ کې برخه اخیستې وه.
د دغه فضايي سفر دوه نور غړي پخپله ښاغلی بېزوس او د هغه ورور مارک دي.
ټاکلې بلو اورېجن کمپنۍ خپله لومړنۍ فضايي بېړۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۲۰مه فضا ته واستوي.
د دغه فضايي سفر داوطلبي له نږدې یوې میاشتې راهیسې روانه، خو پر ۵ میلیون ډالرو ولاړه وه.
د شنبې ورځې انلاین بولي کرار کرار په لوړېدو شوه او بالاخره ۲۸ میلیون ډالرو ته ورسېده.
بلو اورېجن کمپنۍ پر خپل رسمي ټویټر لیکلي: "د داوطلبۍ دا پیسې به د بلو اورېجن @ClubforFuture بنسټ ته ورکړ شي."
د فوربېس مجلې د ارقامو له مخې ښاغلی بېزوس د ۱۸۶ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو خالصې شتمنۍ څښتن دی چې هغه یې د نړۍ د شتمنو کسانو کتار کې درولی دی.
جېف بېزوس تېره اوونۍ پر خپل انسټاګرام لیکلي و:"د جولای په ۲۰مه به له خپل ورور سره پر دې [فضايي] سفر ووځم. تر ټولو ستره تجربه - له خپل نږدې ملګري سره."

د ښاغلي بېزوس ورور مارک هم د بلو اورېجن کمپنۍ په 'نیو شېپرډ' فضايي بېړۍ کې دغه پلان شوی سفر "ستر فرصت" بللی دی.
د بلو اورېجن ویبپاڼې له مخې دا کمپنۍ پام کې لري چې خپل مساپر د ځمکې له سطحې تر ۱۰۰ کیلومترو لوړې فضا ته یوسي چې خورا کمه جاذبه تجربه کړي.
د نیو شېپرډ فضايي بېړۍ شپږ خونې لرونکی کپسول به د پراشوټونو په مرسته ځمکې ته راستون شي.
تمه ده دا سفر شاوخوا ۱۰ دقیقې دوام وکړي.
د نیو شېپرډ سیستم داسې جوړ شوی چې کپسول یې له فضا تر راګرځېدو وروسته په عمودي ډول ځمکې ته راکښته شي.
دغه فضايي بېړۍ د الان شېپرډ په ویاړ نومول شوې ده.

هغه نړۍ کې دویم کس او لومړی امریکایی و چې فضایي سفر یې ترسره کړ.
دا فضايي سفر داسې مهال پلان شوی چې ښاغلی بېزوس غواړي راتلونکو اوونیو کې د امازون د عامل مدیر په توګه له دندې ګوښه او پر ځای یې د انلاین سوداګرۍ د دغه ستر شرکت اجرائیه رئیس شي.
دا چاره نوموړي پر نورو کارونو د تمرکز لپاره "وخت او انرژي" ورکوي.
هغه د امازون بنسټ دېرش کاله وړاندې له خپل ګودام څخه کېښود.
ښاغلی بېزوس د سوداګرۍ په څېر د فضايي سفرونو برخه کې هم له سیالۍ سره مخامخ دی.
فکر کېږي چې ریچارډ برانسن به ښايي د جولای پر ۴مه د خپلې 'ویرجین وي ایس ایس یونیټي' فضايي بېړۍ په لومړي ازمېښتي سفر کې برخه واخلي.











