سعودي پولیسو هغه امریکایۍ ښځه خوشې کړې چې د ''عامه نظم ګډوډولو'' په تور یې نیولې وه

د عکس سرچینه، CARLY MORRIS
یوه امریکایۍ ښځه چې وايي، دا او اته کلنه لور یې په سعودي عرب کې ایسارې پاتې دي، د عامه نظم ګډوډولو په تور له نیول کېدو دوې ورځې وروسته له زندانه خوشې شوې دي. کارلي موریس تېره میاشت بي بي سي ته ویلي و، پخواني مېړه یې په ۲۰۱۹ کال کې ورنه غوښتي وو، چې له اته کلنې تلا سره سعودي عرب ته لاړه شي، چې هغه خپل نیکه او انا وویني.
دوی دواړو څو کاله مخکې هغه مهال واده کړی و، چې د اغلې موریس مېړه په امریکا کې زدکړې کولې، خو وروسته یې تر منځ طلاق وشو. اغلې موریس چې مسلمانه شوې وه وايي پخواني مېړه یې سعودي ته د دوی له رسېدو سره سم د تلا لپاره له دې سره له مشورې پرته د سعودي تابعیت واخیست.
له دې سره د سعودي قوانینو له مخې ماشومې نه شو کولای د پلار له اجازې پرته له سعودي عربه بهر ته سفر وکړي. که څه هم ماشومه امریکايي تابعیت هم لري، خو په سعودي کې دوه ګونی تابعیت نه منل کېږي. له تېرو دریو کلونو راهیسې اغلې موریس له پخواني مېړه سره د ماشومې پالنې او ساتنې په قانوني شخړه کې ښکېل وه.
دا ټوله موده نوموړې له خپلې لور سره یو ځای د سعودي په یوه هوټل کې اوسېده او په وینا یې د خوراک او اقتصادي مرستې لپاره یې پر هغه تکیه وه. د هغې په وینا داسې ډېر لږ کېدل چې دا له هوټله بهر ووځي او خورا لږ شمېر کسانو یې څېره لېدلې.
نوموړې په یوه سعودۍ محکمه کې ادعا وکړه، چې پخواني مېړه یې یو مهال لور ځکه وتښتوله چې فکر یې کاوه، دا امریکا ته د لور بیولو لپاره له نړیوالو مرسته غواړي. محکمې امر کړی چې تلا به بېرته خپلې مور ته ورکول کېږي، خو په وینا یې اغلې موریس به له هغه سعودي ښاره نه وځي، چې ژوند پکې کوي.
بي بي سي تېره میاشت د دې موضوع په هکله د نظر څرګندولو لپاره د اغلې موریس له پخواني مېړه سره اړیکه ونیوه، خو نوموړي هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
بل لور په کالفورنیا کې د اغلې موریس مور پرلپسې د خپلې لور او لمسۍ لپاره په رسنیو کې غږ پورته کوي او د امریکايي سفارت چارواکو نه همکاري د دوی د ستونزو لامل بولي. مېرمن دینیس وایټ وايي، پر چهارشنبه یې له لور سره خبرې وکړې او پر ټویټر د نوموړې لپاره د انصاف غوښتنې غږ پورته کولو له کبله د هغې نیول کېدو پېښې سخته حیرانه کړه.
اغلې موریس وايي، له پلازمېنې ریاضه ۳۲۰ کیلومتره لېرې بریده ښار کې په دې پلمه پولیسو وغوښتله چې د مخکیني مېړه پېژندپاڼه کې یې څه ستونزه ده. نوموړې وايي، کله چې یې احتجاج وکړ، چې دا موضوع په دې پورې اړه نه لري، ورته وویل شول، چې د لور نوم یې په کارت کې دی.
پولیسو مرکز ته د دې له رسېدو سره سم یې پخوانی مېړه هم هلته ورغلی، له پولیس افسرانو سره یې خبرې کړې او لږ وروسته دې ته ویل شوي، چې نیول شوې ده. مېرمن وایټ وايي، لور یې ورته وویل، نه پوهېده چې ولې نیول شوې، ولې ځولانه شوې او څه وخت به خوشې کېږي.
د نوموړې په وینا لور یې وروسته د چهارشنبې پر ګهیځ خوشې شوې او له تلا سره یو ځای شوې، چې په موقت ډول د دې مخکیني مېړه ته سپارل شوې وه. مېرمن وایټ وايي، لور یې ورته ویلي، هوټل ته له رسېدو وروسته ورته معلومه شوه، چې د هوټل خونې په یخچال کې ایښي لږ ډېر خواړه لېرې کړل شوي او تلا کالي هم له هغه ځای وړل شوي دي.
نوموړې وايي، د هوټل په دهلېز کې لګېدلې یوازينۍ امنیتي کمره هم لېرې کړل شوې.









