اسټرالیا کې د دوو سعودۍ خویندو مرموزه مړینه

إسراء عبد الله السهلي (کیڼ لاس ته) او آمال عبد الله السهلي

د عکس سرچینه، NEW SOUTH WALES POLICE

د عکس تشریح، إسراء عبد الله السهلي (کیڼ لاس ته) او آمال عبد الله السهلي

د اسټرالیا سوېل لوېدیځ یوه کور کې د دوو سعودي ځوانو خویندو د مړو موندلو تر یوې میاشتې تېرېدو وروسته لاهم پولیس نه پوهېږي چې دا نجونې څه ډول وژل شوې یا مړې دي.

د جولای پر اومه، د ۲۴ کلنې اسراء عبدالله السهلي او د هغې د ۲۳ کلنې خور آمال مړي د کنټربېري سیمې د یوه کور پر دوو چپرکټونو پراته وموندل شول.

پولیسو وویل، دا نجونې د جولای په لومړیو کې مړې شوې دي.‌ خو لاهم تر څېړنو وروسته ونه موندل شوه چې څنګه مړې شوې دي.

د سیډني مارنېنګ هیرلډ ورځپاڼې په وینا، یادې خویندې په ۲۰۱۷ کال اسټرالیا ته تللې او هلته یې د پنا اخیستو غوښتنه کړې ده.

د بشر حقونو ډلې وايي، باید لا نوره څېړنه وشي، چې ایا دې نجونو خو به خپل هېواد سعودي عربستان د کورني تاوتریخوالي یا د ښځو ضد قانون له کبله نه وي پرېښی.‌ خو تر اوسه کوم ثبوت نه شته چې ګنې دا نجونې دې ځورول شوې وي.

پولیس وايي، د نجونو له کورنۍ سره په اړیکه کې دي او په څېړنه کې یې د مرستې ژمنه کړې ده.

د سعودي القسط بشر حقونو ډلې لینا الهذلول ویلي: "دا لومړۍ پېښه نه ده" چې خپل هېواد کې له کورني تاوتریخوالي تر تېښتې وروسته بهر کې یوه سعودۍ وژل کېږي.

الهذلول وايي "په سعودي کې د هغو ښځو د خوندیتوب لپاره تدابیر نه شته چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخېږي، نو ځکه له هېواده وتلو ته مخه کوي".

دا سعودۍ فعاله وايي:‌ "نه وایم چې دلته همدا وضعیت دی، بلکې غواړو دقیق او پراخ تحقیقات وشي، دا د نهیلۍ خبره ده چې په اړه یې مالومات نه ترلاسه کېږي".

د سیډني مارنېنګ هیرلډ په وینا،‌ داسې نښې شته چې یوه تېروتنه ارومرو شوې ده.‌ وايي دغو نجونو د کور څښتن ته ویلي وو، یو څوک چې دوی ته ډوډۍ راوړي دوی ته د ډوډۍ ورکولو پرمهال غواړي له دوی سره لوبې وکړي.

سباک چې ددغو نجونو استوګنځي ته ورغلی، وايي یوه "څه مشکوک" ښکاري، او مخکې هم د ددغو نجونو د وېرېدو له کبله هلته پولیس ورغوښتل شوي وو.

د چارشنبې په ورځ د سوت وېلز پولیسو وویل، هرڅوک چې د پې‍ښې په اړه مالومات لري، له دوی سره یې دې شریک کړي.

په ۲۰۱۹ کال، د اسټرالیا مشهور تلوېزیوني پروګرام (فار کورنرز" کې وویل شول، چې په تېرو څو کلونو کې استرالیا کې نژدې ۸۰ سعودي ښځو د پنا اخیستو هڅه کړې ده او ډېری یې له سعودي نه د نرواکۍ له کبله تښتېدلې دي.