د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ لومړنیو پایلو کې کانګرس کې جمهوریپال مخکې دي

Supporters of Democratic Senate candidate John Fetterman cheer early voting results at StageAE on election night 8 November 2022 in Pittsburgh, Pennsylvania.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا منځمهاله ټاکنو پایلې اعلانېږي- پنسلوانیا ایالت کې دیموکرات جان فیټرمن ګټونکی ښکاري او ورته وخت کې جمهوریپال د کانګرس کنټرول خپلولو کې هیله من ښکاري.

د امریکا منځمهاله ټاکنو په درشل کې دیموکراتان توانېدلي چې مشرانو جرګه کې د پنسلوانیا څوکۍ وګټي او اوسمهال جورجیا او نوادا ایالتونو کې د دوو څوکیو پایلو ته په تمه دي.

نوادا کې د رایو شمېرل لا نه دي بشپړ شوي، خو دیموکراتې سناتورې کترین کوټز ماستو ډاډ ښودلی چې پر جمهوریپال اډم لاکسلټ به لاسبرې شي.‌

ښکاري چې پنسلوانیا کې د مشرانو جرګې ته د تللو ټاکنیزه سیالۍ کې د دیموکراتانو او جمهوریپالو ترمنځ سیالي د بایډن او ټرمپ ترمنځ سیالي ده.

خو په حقیقت کې په ځینو ایالتونو کې د ماشوم ضایع کولو مسله لا هم ګرمه ده، چې د نوې نظرپوښتنې له مخې ماشوم ضایع کول په دې منځمهاله ټاکنو کې د امریکایي رایه اچوونکو ترمنځ د رایو اچولو اصلي انګیزه جوړه کړې ده.

کابو درېیمه برخه جمهوریپال د ماشوم ضایع کولو د بندیز له قوانینو سره مخالف دي.

جمهوریپال نوماند محمد اوز- چې د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړ هم ورسره دی - د دیموکرات نوماند جان فیټرمن پر وړاندې سیالي کوي.

فیټرمن له محمد اوز سره د منځمهاله ټاکنو په یوه تر ټولو تونده مبارزه کې مخامخ شوی دی.‌

جمهوریپال کانګرس او دیموکراټان مشرانو جرګه کې مخکې دي

Fetterman supporters cheers

د عکس سرچینه، Getty Images

تر اوسه د ټاکنو د پایلو بشپړ انځور نه شته، خو ځینې انګېرنې دا دي چې:‌

تر اوسه مشرانو جرګه کې دیموکراتان په یوه اضافي څوکۍ ګټلو مخکې ښکاري او ټول ټال یې تر اوسه ۴۸ څوکۍ ګټلې دي، حال دا چې د جمهوریپالو ګټلې څوکۍ ۴۷ دي.

کانګرس کې جمهوریپال ګوند د دیموکرات ګوند پر وړاندې په دوو اضافي څوکیو مخکې دي، ټول ټال یې ۱۷۳ ګټلې او د جمهوریپالو څوکۍ ۱۹۹دي. هر یو چې ۲۱۸ څوکۍ وګټي په غوڅ اکثریت ګټونکی اعلانېږي.

دیموکراتانو په خطرناکو ایالتونو کې ځینې څوکۍ ګټلې دي، د مشرانو جرګې لپاره یې پنسلوانیا ایالت کې ډېرې څوکۍ ګټلې دي، خو لاهم بریا ته رسېدو کې اوږده لار ‌پاتې ده.

نظرپوښتنې ښيي چې اقتصاد او د پیسو پړسوب ددې ټاکنو اصلي مسلې دي.