امریکا کې یو سړی د استازو جرګې مشرې 'نانسي پلوسي' د تښتولو په هڅه تورن شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې یو سړی د دغه هېواد استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د تښتولو په هڅه او د هغې پر مېړه په برید تورن شوی دی.
پر دغه ۴۲ کلن سړي تور پورې شوی چې د تېرې جمعې سهار وختي سان فرانسیسکو ښار کې د اغلې پلوسي کور ته ورننوتی او د هغې پر ۸۲ کلن خاوند 'پاول پلوسي' یې د څټک برید کړی.
پولیسو ویلی دغه سړی کور ته تر ورننوتلو وروسته په دې دیموکراتې سیاستوالې پسې ګرځېده او پرله پسې نارې یې وهلې چې "نانسي چېرې ده؟"
خو د استازو جرګې مشره چې د امریکا تر ولسمشر او د هغه له مرستیالې را وروسته تر ټولو ډېر واک او ځواک لري، د دې پېښې پر مهال بیخي د هېواد بله څنډه کې وه.
که څه هم څېړنې لا روانې دي، خو پولیسو ویلي دا ناڅاپي یا غیر پلان شوې پېښه نه ده.
د امریکا عدلیې وزارت دې پېښه کې ښکېل سړی چې ویل شوي "ډېوېډ دې پاپې" نومېږي، له فدرال قانونه په دوه مورده سرغړونو تورن کړی.
په دغو سرغړونو کې یو مورد د یوه امریکایي چارواکي د دندې له کبله د هغه د کورنۍ پر غړي برید دی چې د امریکا قانون کې ورته تر ۳۰ کاله بند سزا پام کې نیول شوې ده.
دویم مورد د اغلې پلوسي د تښتولو د هڅې دی، چې هغه هم تر ۲۰ کاله بند سزا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا عدالې وزارت ویلي دغه مشکوک سړي سره د نیول کېدو پر مهال سرېښ پټۍ (ټیپ)، سپینه رسۍ، دویم څټک او ځنځیر لرونکې پټۍ هم موجودې وې.
د محکمې اسنادو کې راغلي چې هغه پلان درلود اغلې پلوسي برمته کړي او که "دروغ" ورته وايي نو د "زنګنو سترګې" پرې ماتې کړي.
هغه پولیسو ته ویلي که پلوسي ټپي شوې وای نو اړ کېده چې کانګرس ته په ویلچیر کې ولاړه شي او دې کار نورو سیاستوالو ته هم څرګند پیغام درلود.
بریدګر د اغلې نانسي ۸۲ کلن خاوند 'پاول پلوسي' پر سر په څټک وهلی او کوپړۍ یې پرې ماته کړې ده.
اخ و ډب کې د ښاغلي پاول لاسونه او ښی مټ هم ټپي شوي، خو ډاکترانو ویلي درملنه یې ښه او بریالۍ روانه ده.
نانسي او پاول پلوسي په ۱۹۶۳ کال کې سره واده کړی.
بلخوا د پولیسو سرچینو د بي بي سي امریکایي شریک 'سي بي اېس نیوز' ته ویلي چې دغه مشکوک سړي سره د یو شمېر نورو کسانو نوملړ هم و او ښایي د امریکا د استازو جرګې د مشرې په څېر یې پر هغوی هم د بریدونو هوډ او پلان درلود.
دغه سړی دمګرۍ د سان فرانسیسکو زندان کې دی او د ایالتي پولیسو لخوا هم پرې د برید په تړاو جلا تورونه پورې شوي.

د عکس سرچینه، Reuters
پاول پلوسي پولیسو ته ویلي دغه سړی چې پخوا یې کله نه و لیدلی، کور ته تر ورننوتلو وروسته مخامخ هغې خونې ته ورغی چې دی پکې ویده و.
نوموړي زیاته کړې چې له هغه یې د تشناب په پلمه ځان خلاص او پولیسو ته یې زنګ کړی دی.
بلخوا پولیس وایي چې کله د پاول کور ته ورسېدل نو د هغه او مشکوک بریدګر اخ و ډب او شخړه روانه وه.
دا پېښه داسې مهال شوې چې امریکا کې د نومبر پر اتمه منځمهاله ټاکنې کېږي.
په دغو ټاکنو کې به مالومه شي چې کوم ګوند د کانګرس کنټرول ترلاسه کوي.
خو دې پېښې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره امریکا کې د احتمالي سیاسي تاوتریخوالي اندېښنې زیاتې کړې دي.












