د تایوان ولسمشرې سره د پلوسي لیدنه؛ چین دا سفر 'اور سره لوبې' بللې

U.S. House of Representatives Speaker Nancy Pelosi attends a meeting with Taiwan President Tsai Ing-wen

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د تایوان د سفر پر مهال د دغه ټاپو له ولسمشرې "څای اېنګ وېن" سره لیدلي دي.‌

اغلې پلوسي د دې لیدنې پر مهال ویلي تایوان به یوازې پرې نږدي.

هغې "تایپي" کې د تایوان ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل "نن زموږ پلاوی چې زه پرې ویاړم،‌ تایوان ته راغلی چې په زغرده ووايي ‌ موږ تایوان سره له خپلې ژمنتیا لاس نه اخلو او پر خپله پاینده ملګرتیا ویاړو."

اغلې پلوسي زیاته کړه "تایوان سره د امریکا پیوستون اوس تر بل هر وخت ډېر مهم دی.‌ موږ نن له ځان سره همدا پیغام راوړی دی."

د تایوان ولسمشرې څای اېنګ وېن هم پر خپل وار د اغلې پلوسي د "کلک ملاتړ" مننه وکړه.

اغلې څای د امریکا د استازو جرګې مشره د تایوان نږدې ملګرې وبلله او د نوموړې له مننې وروسته یې پر اوکرایین د روسیې یرغل ته اشاره وکړه.

هغې وویل پر اوکرایین د روسیې یرغل د دې لامل شوی چې د تایوان تنګي امنیت ته نړیوال پام ډېر شي.

د تایوان ولسمشرې زیاته کړه "د دیموکراتیک تایوان خلاف تېري به د هند - ارام سمندرګي د ټولې سیمې امنیت په پراخه کچه اغېزمن کړي."

هغې وویل "موږ به په شا نه شو.‌ د خپل ملي حاکمیت پرېکنده دفاع به وکړو او د خپل نړیوال امنیت لپاره به د دفاعي لیکې ساتلو ته دوام ورکړو."

د یادونې ده چې د تایوان پوځ د دې لیدنې په درشل کې د چمتووالي کچه لوړه کړې وه.

د بېجېګ غبرګون

A US Air Force jet on the ground in Tapei

د عکس سرچینه، EPA

چین تایوان ته د امریکا د استازو جرګې مشرې 'نانسي پلوسي' سفر ته په غبرګون کې دغه "خورا خطرناک" بللی او ویلي یې دي چې اغلې پلوسي په دې توګه له "اور سره لوبې کوي."

دا تېره ۲۵ کلونو کې تایوان ته چې چین یې د خپلې خاورې برخه ګڼي،‌ د دومره لوړې کچې یوه امریکايي چارواکي‌ لومړی سفر دی.

بېجېنګ یوه اعلامیه کې ویلي "څوک چې اور سره لوبې کوي، ایره به شي."

اغلې پلوسې بیا وايي دا سفر یې د امریکا له پالیسۍ سره ټکر کې نه دی او ګواکې "دغه ټاپو کې له غوړېدونکې دیموکراسۍ سره ملاتړ ته د امریکا نه لړزېدونکې ژمنتیا ښکاره کوي.‌"

خو بېجېنګ تایوان ته د هغې له رسېدو سره هممهاله اعلان وکړ چې جنګي جټ‌ الوتکې یې د تایوان له تنګي تېرې شوې دي.‌

تایوان که څه هم لومړیو کې دا رپوټ‌ رد کړی و خو وروسته یې ومنله چې د سې شنبې پر ورځ د چین تر شلو ډېرې جنګي‌ الوتکې د دوی د هوايي دفاع زون ته ننوتې وې.‌

د امریکا د استازو جرګې مشره په داسې حال کې تایوان ټاپو ته تللې چې چین مخکې له مخکې د دغه سفر د "ناوړه پایلو" خبرداری ورکړی و.

د دغه هېواد دفاع وزارت ان ویلي و چې د دوی د پوځي غبرګون احتمال هم نشي ردېدای.

pelosi in tw

د عکس سرچینه، EPA

‌اغلې پلوسي په یوه اعلامیه کې ویلي "څرنګه چې نړۍ نن د زوراوکۍ او دیموکراسۍ ترمنځ‌ انتخاب سره مخ ده،‌‌ د تایوان له ۲۳ میلیون خلکو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت مهم دی."

بلخوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي له دغه سفر سره هممهاله رسنیو ته ویلي د دوی پالیسۍ د چین د تمامیت حق سره ټکر کې نه دي.‌

هغه زیاته کړې "هېڅ دلیل نشته چې دا سفر کړکېچ او جګړې لپاره په لمسوونکې پېښه واوړي."

د یکشنبې پر ورځ اسیا ته د نانسي پلوسي د سفر تر پیل وړاندې تایوان ته د نوموړې د تګ د پلان په اړه څه نه وو ویل شوي.‌

ویل شوي وو چې اغلې پلوسي سینګاپو،‌ مالیزیا، سویلي کوریا او جاپان ته ځي.‌

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تایوان ته د اغلې پلوسي له دغه سفر سره مخالفت ښودلی و.‌