د امریکا د استازو جرګې مشرې مېړه نشه کې د موټر چلولو او ټکر له کبله په ۵ ورځو بند محکوم شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د کلیفورنیا شمال کې یوې محکمې د دغه هېواد د استازو جرګې مشرې 'نانسي پلوسي' مېړه 'پل پلوسي' نشه کې د موټر چلولو په جرم په ۵ ورځو بند او نغدي جریمه کړی دی.
پل پلوسي ۸۲ کلن دی او په ۱۹۶۳ کال یې له نانسي سره واده کړی.
هغه محکمې کې منلې چې د می میاشتې پر ۲۲مه د الکولي څښاکتونکو تر څښلو وروسته موټر ته ناست دی او د سانفرانسیسکو د شمال په نپا سیمه کې یې ټکر کړی.
د جرم منلو له نوموړي سره چې یو امریکایۍ میلیونر دی، مرسته کړې چې محکمه تر دې سخته سزا ور نه کړي.
پل پلوسي د ټکر شپه زندان کې تېره کړې چې محکمې ورته اوس هغه په دوو ورځو بند حساب کړې، دوه نورې ورځې بند ورته د ښه چلن له کبله بښل شوی او د پنځمې ورځې بند لپاره ورته د ۸ ساعته ټولنیز خدمت ویل شوي دي.
دا په دې مانا ده چې هغه به عملآ نور بند نه تېروي خو ۷۰۰۰ ډالر جریمه باید پرې کړي او د نشي حالت کې د موټر چلولو خطرونو په تړاو درې میاشتنۍ رونیزه دوره کې برخه واخلي.
محکمې همدا راز پل پلوسي مکلف کړی چې خپل موټر کې د الکولو د تنفسي معاینې وسیله ولګوي او هر ځل د موټر له روښانولو وړاندې په دې وسیله ځان ټسټ کړي.
د همدغه شرط منلو له نوموړي سره مرسته کړې چې محکمه ترې د لایسنس د ضبطېدو یا یې د لغوه کېدو پرېکړه ونه کړي.
پل پلوسي دا ترافیکي پېښه داسې مهال کړې وه چې د کلیفورنیا اوکویل سیمه کې د دیموکرات ګوند د یوه پېژندل شوي ملاتړي له کوره چې د ده د ډېرو کلونو ملګری هم دی، خپل کور ته روان وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پولیسو په وینا ښاغلي پلوسي خپل ۲۰۲۱ ماډل پورشې موټر له یوه جیپ موټر سره داسې جنګولی، چې دواړه موټرونه سخت خراب او له کارېدو وتلي دي.
رپوټ کې راغلي چې ښاغلي پلوسي د پېښې ځای ته ورغلو پولیسو ته هغې ټولنه کې د خپل غړیتوب کارت ښودلی و چې د کلیفورنیا د لویو لارو د پولیسو ملاتړ کوي.
د هغه ښځې نانسي پلوسي د دې پېښې پر مهال د هېواد بلې څنډې رودایلنډ ایالت کې د براون پوهنتون د فراغت مراسمو کې ګډون کړی و.
د نوموړې دفتر هغه مهال یوه بیان کې ویلي و چې دا ترافیکي پېښه یوه "شخصي موضوع" ده او د امریکا د استازو جرګې د ریاست له مقام سره تړاو نه لري.










