د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ټاکنیزو منډو ترړو کې د دوو پخوانیو او اوسني ولسمشر ګډون

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د امریکا اوسني او دوو پخوانیو ولسمشرانو جو بایډن، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ درېواړو په یوه ورځ د دغه هېواد پنسیلوانیا ایالت کې منځمهاله ټاکنو لپاره انتخاباتي منډو ترړو کې برخه واخیسته.
دغو سیاسي سیالانو یو شریک پیغام درلود او هغه دا چې له امریکایانو یې وغوښتل چې په دغه مهم او برخلیک ټاکوونکي ایالت کې راووځي او رایې وکاروي.
جو بایډن او بارک اوباما دا ټاکنې امریکا کې د دېموکراسۍ لپاره مبارزه ونوموله او ډونلډ ټرمپ بیا د امنیت او خوندیتوب لپاره اړینې وبللې.
د سې شنبې ورځې منځمهاله ټاکنې به مشخصه کړي چې د کانګرس کنټرول د متحدو ایالتونو کوم ګوند ترلاسه کوي.
دغو ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې پر ټولو ۴۳۵ او د سنا یا مشرانو جرګې پر ۳۵ څوکیو سیالي کېږي.
د واکمن دېموکرات ګوند لخوا پنسیلوانیا کې سنا لپاره ۵۳ کلن جان فېترمن او د جمهوريپالو لخوا ۶۲ کلن محمد اوز نوماند دی.
د دوی ترمنځ سیالي ډېره نږدې او له وړاندې یې د ګټونکي اټکل ستونزمن دی.
خو د پنسیلوانیا ټاکنیزو منډو ترړو کې د دوو پخوانیو او اوسني ولسمشر ګډون ښيي چې دا ایالت د ټاکنو برخلیک لپاره څومره مهم او دغلته سیالي څومره سخته ده.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دیموکراتان که څه هم دمګړۍ د کانګرس پر دواړو خونو واکمن دي، خو نظرپوښتنو ښودلې چې دوی به ښايي دغو ټاکنو کې د استازو جرګې کنټرول وبایلي او د سنا د کنټرول پر سر هم سخته سیالي ورترغاړې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې د همدغه ایالت بریا ښاغلی ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ورساوه. خو د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې بیا د جو بایډن رایې ترې دغلته شاوخوا ۲ سلنه ډېرې وې.
دغه ایالت لپاره نوی والي هم ټاکل کېږي چې د امریکا دواړو سترو ګوندونو ورته خپل نوماندان معرفي کړي دي.
ښاغلي بایډن له بارک اوباما سره له یوه سټیجه خپلو راټولو شویو ملاتړو ته خبرداری ورکړ چې که دیموکراتان په استازو جرګه کې خپل اکثریت ونه شي ساتلی نو دا به په دې مانا وي چې د حمل زیانولو حق محدودیتونه به ډېر او عامې روغتیا لپاره بودیجه کمه شي.
د دیموکراتانو د دې کمپاینې غونډې ځینو ګډونوالو تایید کړې چې دوی د پخواني ولسمشر بارک اوباما لپاره دې غونډه کې برخه اخیستې او که ښاغلی بایډن یوازې وای، ښایي دوی نه وای ورغلي.
امریکا کې منځمهاله ټاکنو ته تر یوه ځایه د برحاله ولسمشر په اړه د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.
ډونلډ ټرمپ د پنسیلوانیا یوه بل ښار کې د جمهوریپال ګوند راټولو شویو پلویانو ته وویل چې پر کانګرس د دیموکراتانو د کنټرول دوام سره به امریکا کې جرمونه او بې بندوباره کډوالي ډېره شي.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي زیاته کړه"که کورنیو ته مو امنیت او خوندیتوب غواړئ، نو دیموکراتان باید یو په یو د رایو په وسیله لېرې کړئ."
ډونلډ ټرمپ وویل "یوازې یو انتخاب لرئ - که د امریکا ځوړ او زوال غواړئ، نو رادیکالو دیموکراتانو ته رایه ورکړئ. خو که غواړئ د خپل هېواد د ویجاړېدو مخه ونیسئ، نو بیا باید د یوې سترې سرې څپې په بڼه جمهوریپال ته رایې ورکړئ.
د امریکا دغه مخکیني جمهوریپال ولسمشر دلته یو ځل بیا دې ته هم اشاره وکړه چې ښايي د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.










