د بریتانیا لومړۍ وزیرې استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا لومړۍ وزیرې لېز ټرس د دغه هېواد د واکمن ګوند له مشرۍ او د لومړي وزیر له څوکۍ استعفا ورکړه.
اغلې ټرس په لنډه وینا کې وویل "اوسنیو شرایطو ته په پام، هغه ماموریت چې ولس ته مې یې ژمنه ورکړې وه، نه شم پلی کولای، له همدې امله مې محترم پاچا ته احوال ورکړی چې له خپلې څوکۍ استعفا ورکوم."
ټاکل شوې د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند مشرۍ لپاره یوې اوونۍ کې له سره ټاکنې وشي او د دې ګوند مشر به د بریتانیا لومړی وزیر یا وزیره وي.
لېز ټرس په خپلو خبرو کې ویل تر هغې چې نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي، خپلې چارې به مخ ته وړي.
دا د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو د لږې مودې لومړۍ وزیره بلل کېږي چې یوازې ۴۵ ورځې په واک کې وه.
د بریتانیا په پارلمان کې د حکومت مخالفو ګوندونو سملاسي د عمومي ټاکنو غوښتنه کړې.
اټکل کې دا کېږي چې د محافظه کار ګوند په وروستیو خپلمنځي ټاکنو کې د اغلې ټرس سیال ریشي سونک یو له هغو پیاوړ کاندیدانو وي چې ښايي د نوموړې ځایناستي لپاره ټاکنو کې برخه واخلي.
پر اغلې ټرس د خپل ګوندي ملګرو او ولس له خوا وروسته له هغه فشارونه ډېر شول چې د اقتصادي ودې لپاره یې نوې تګلارې اعلان کړې چې خورا لانجمنې وې.
د نوموړې د نویو تګلارو له امله د سود کچه په کمساري ډول لوړه شوه او د پونډ ارزښت هم ولوېد.
راتلونکی لومړی وزیر به څوک وي؟

اوس چې لیز ټرس استعفا کړې د کارګر ګوند په ګډون لېبرال ډیموکرات ګوند او د سکاټلند ملي ګوند ټول د سملاسي ټولټاکنو غوښتنه کوي، خو ایا دا امکان لري؟
راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې نه کېږي. له وخته مخکې هر ډول ټاکنو ترسره کولو پرېکړه له لومړي وزیر سره تړاو لري. خو یوه بدیله لار په پارلمان کې له لومړي وزیره د باور رایې اخیستلو سره ټولټاکنو ته لار هواروي.
د بې باورۍ رایې لپار باید د محافظه کار ګوند وکیلان هم د خپل لومړي وزیر د لېرې کېدو لپاره رایه ورکړي، هغه څه چې شونتیا یې ډېره لږ ښکاري.
د محافظه کار ګوند غړي ښايي د بورېس جانس بېرته راستنېدو څخه اندېښنه ولري.
د رایې ورکولو یو بریتانوی کارپوه سر جان کرټیس وايي موږ باید هېره نه کړو چې بوریس جانسن لا هم تر ځینو څېړنو لاندې دی، چې ایا په قصدي ډول یې د لومړي وزیر په ودانۍ کې مېلمستیا جوړه کړې وه که څنګه.
د ښاغلي کرټیس په وینا له همدې کبله ښايي د محافظه کار ګوند وکیلان د جانسن بېرته راستنېدو په تړاو '' ډېر محتاط'' وي
هغه فکر کوي چې ریشي سوناک، پیني مورډانټ او سویلا برېورمن د ر اتلونکي لومړي وزیر څوکۍ ته د رسېدو لپاره ریښتینی امکان لري.









