ليز ټرس د بریتانیا نوې لومړۍ وزیره شوه

د عکس سرچینه، Jane Barlow/PA Wire
لیز ټرس د بریتانیا له ملکې الیزابیت سره له لیدو وروسته رسماً د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیل کړ. له دې مخکې مخکینی لومړی وزیر بورېس جانسن د خدای پامانۍ له وینا وروسته سکاټلنډ ته د ملکې الیزابيت استوګنځي ته لاړ چې رسما هلته له خپلې دندې استعفا وړاندې کړي.
بورېس جانسن د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه په خپله وروستۍ وینا کې د واکمن محافظه کار ګوند پر غړو غږ وکړ چې په دې"سختو حالاتو کې" د هغه د ځای ناستې"لېز ټرس" تر شا ودرېږي او ملاتړ یې باید وکړي.
مېرمن ټرس له مارګرېت تاچر او تېرزامې وروسته چې دا دواړه هم د محافظه کار ګوند غړې وې، د بریتانیا درېیمه ښځينه لومړۍ وزیره ده چې ټاکل کېږي.
د محافظه کار ګوند د مشرۍ په ټاکنو کې د مېرمن ټرس بریا د بورېس جانسن مشرتابه ته د پای ټکی کېښود. ښاغلي جانس ۲۰۱۹ کال کې لومړی وزیر وټاکل شو چې شاوخوا ۳ کاله یې دنده تر سره کړه.
مېرمن ټرس چې د اقتصادي کړکېچ د ډېرېدو پر مهال د بریتانیا لومړۍ وزیره ټاکل کېږي، ژمنه وکړه چې د انرژۍ له لوړو بیو سره د مقابلې لپاره به سملاسي اقدامات وکړي او د روان اقتصادي کړکېچ کابو کولو لپاره به مالیات هم راکم کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بورېس جانسن په خپلې ورستۍ خدای پامانۍ کې څه ویلي؟
بورېس جانسن د خپلې خدای پامانۍ په وینا کې هغو جدي ستونزو ته اشاره وکړه چې مېرمن ټرس ته به واک ته له رسېدو وروسته په میراث پاتې شي.
نوموړي ومنله چې مېرمن ټرس به "یوه سخته اقتصادي دوره"په مخ کې ولري.
ښاغلي جانسن په خبرو کې د خپل ګوند د غړو تر منځ د سیاسي اختلافاتو پر پای ته رسولو تینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د مېرمن ټرس د پلانونو او کابیني په ملاتړ سره د خلکو وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي جانسن د خپلو فعالیتونو په دفاع کې "د بریګزېټ، اروپا کې د واکسین ګړندي پروګرام پلې کولو او اوکرایین ته د وسلو د تنظیم او چټک لېږد" برخه کې د کابینې د همکاریو ستاینه وکړه.
د لومړي وزیر په توګه د ښاغلي جانسن دوره د بریتانیا په سیاست کې یو تر ټولو کړکېچنه دوره وه چې له سختو نیوکو سره مخامخ شوه. د ښاغلي جانسن تګلارې او د مخالفینو له لوري له سختو اختلافونو وروسته بلاخره هغه دې ته اړ شو چې له واکه استعفا ورکړي.
ښاغلي جانسن په پای کې د خپلو سیاسي فعالیتونو او راتلونکي په اړه خپل ځان "هغه توغندي"سره پرتله کړ چې "خپله دنده یې ترسره کړې وي."










