بورېس جانسن د محافظه کار ګوند له مشرۍ استعفا وکړه خو تر مني به لومړی وزیر وي

د عکس سرچینه، Stefan Rousseau/PA
د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن د محافظه کاره ګوند له مشرۍ استعفا وکړه خو د روان کال تر مني به د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدا پورې د لومړي وزیر په توګه پاتې وي.
د ښاغلي جانسن استعفا د حکومت د ځینو غړو د استعفا له لړۍ پیلېدو وروسته اعلان شوې ده.
د محافظه کاره ګوند د مشرۍ لباره د روان کال تر مني پورې سیالۍ روانې دي او نوی لومړی وزیر به راتلونکې اکتوبر میاشت کې خپل کار پیلوي.
ښاغلی جانسن نن خپله استعفا رسما اعلان کړه.
تر اوسه د بریتانیا د کابینې د غړونو په ګډون نژدې پنځوسو مهمو چارواکو د ښاغلي جانسن د لومړي وزیر پاتې کېدو په اعتراض کې استعفاوې کړې دي.

د محافظه کاره ګوند د ۱۹۲۲ کمېټې مرستیال مشر نصرت غني وړاندیز کړی چې د ښاغلي جانسن له استعفا وروسته دې ډومینیک راب د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه غوره شي.
د ښاغلي جانسن د استعفا غوښتنو ډېرېدو په درشل کې چې هم مهاله د محافظه کاره ګوند ګڼو مشرانو هم استعفاوې کړې دي، د لومړي وزیر دفتر یوې نژدې سرچینې ویلي، چې بورېس جانسن به نن د هغو وزیرانو نوي ځایناستي وټاکي چې استعفاوې یې کړې دي.
د بورېسن جانسن استعفا ته غبرګونونه
د ښاغلي جانسن د ناڅاپي استعفا په تړاو محافظه کارانو مشرانو او وزیرانو غبرګونونه ښودلي.
د بورېس جانسن د پوهنې وزیر جورج فریمن ویلي، دی باید له ملکې بښنه وغواړي او له هغې وغواړي چې ژر یو بل لومړی وزیر وټاکي.
پارلمان کې د محافظه کاره ګوند استازي رابرټ باکلنډ هم ویلي چې د بورېس جانسن "د همکارانو نظرونو" نن استعفا ته اړایستلی دی.
نوموړی وايي، تر اوسه هیله شته چې محافظه کاره ګوند "قانوني چوکاټ کې ازادي" په څېر ارزښتونو ته کار وکړي.
پارلمان کې د محافظه کاره ګوند یوه بل استازي توبیاس ال ووډ هم د ښاغلي جانسن د استعفا په تړاو ویلي: "خوښ دی چې -جانسن- خپلې نیمګړتیا ته پام وکړ چې نه یوازې د خپل ګوند حیثیت بلکې نړیوال حیثیت یې اغېزمن کړی و".
د محافظه کاره ګوند مرستیالې کارولین جانسن هم نن استعفا کړې ده.
هغې ویلي چې استعفا کول ساده پرېکړه نه وه او پخپل مقام کې پر "خدمت" کولو ویاړي.
وروستیو میاشتو کې د جانسن پرله پسې کړکېچ

د عکس سرچینه، Reuters
په وروستیو میاشتو کې بورېس جانسن د کورونا وبا د خپرېدو پرمهال پخپل استوګنځي کې د قرنطین له مقرراتو د سرغړونې او همدارنګه پارلمان کې د ګوند د یوه انضباطي څارونکي له خوا پرې د ناغېړۍ تورونه لګول شوي وو.
د ښاغلي جانسن د مشرۍ په تړاو سیاسي کړکېچ وروسته تر هغه ډېر شو چې تېره سې شنبه د روغتیا او خزانې وزیرانو (ریشي سوناک او ساجد جاوېد) استعفاوې وکړې.
د کابینې دغو دوو مهمو وزیرانو ویلي وو چې پر لومړي وزیر یې خپل باور بایللی دی.
د چارشنبې ماسپښین د کابینې ځینو وزیرانو له بورېس جانسن سره د هغو په رسمي استوګنځي کې - چې د ډاونېنګ سټریټ ۱۰ شماره کور دی- وکتل او د رپوټونو له مخې له هغه یې له دندې د لاس پر سر کېدو غوښتنه وکړه.
هغه وخت رپوټ ورکړل شو چې ظاهراً ښاغلي جانسن د هغوی غوښتنه ونه منله.
څو ګړۍ وروسته اعلان وشو چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو پرمهال د ښاغلي جانسن نژدې ملګری مایکل ګوو د لومړي وزیر له خوا له کابینې لیرې شوی دی.
ظاهرا دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې چې ښاغلي ګوو لومړي وزیر ته ویلي وو چې د هغه د مشرۍ وخت نور پای ته رسېدلی دی.
ښاغلي جانسن وویل په ۲۰۱۹ کال د پارلماني ټاکنو پرمهال یې محافظه کاره ګوند په قاطع اکثریت د بریا پولې ته رسولی او رایې ورکوونکو هغه ته داسې ماموریت ورکړی چې باید پای ته یې ورسوي.
دی ټینګار لري چې اوس لانجمن اقتصادي حالت او نړیوالو مسلو - په تېره د اوکرایین جګړې ته په پام سره، لازمه ده خپل هغه پروګرامونه عملي کړي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره یې جو کړي دي.
د هغه په وینا، د لومړي وزیر او د محافظه کاره ګوند له مشرتابه د هغه لیرې کېدل به د ده ځایناستي ته دا توان ورنه کړي چې دا ګوند ورته بریا ته ورسوي.










