د بریتانیا حکومت کې نوې ناندرۍ: د مالیې او روغتیا وزیرانو استعفاء کړې

Sajid Javid, Boris Johnson and Rishi Sunak

د عکس سرچینه، PA Media

د بریتانیا لومړي‌ وزیر بورېس جانسن ناظم الزهاوي د مالیې او سټیو بارکلی د روغتیا نوي وزیران وګومارل. ښاغلی الزهاوي وړاندې د بریتانیا زدکړه وزیر او ښاغلی بارکلی د لومړي وزیر د دفتر رئیس و.

دا ګومارنې تر هغې وروسته شوې چې د بورېس جانسن کابینه کې د مالیې وزیر ریشي سوناک او روغتیا ساجد جاوید یو په بل پسې ناڅاپه استعفاء اعلان کړه.

د ښاغلي جانسن حکومت له څو میاشتو راهیسې له سیاسي کړکېچ سره مخ و او په دې لړ کې تېره میاشت ان د پارلمان له لارې د هغه د بې باوره کولو ناکامه هڅه هم شوه.‌

هغه مهال ناندرۍ پر دې وې چې ښاغلي جانسن ته د کورونا وبا له سختو محدودیتونو سره سره د کلیزې لمانځلو مراسم او مېلمستیا جوړ شوي.

پولیسو په دې اړه له اوږدو څېړنو وروسته لومړی وزیر ګرم و ګاڼه او جریمه یې کړ.

پخپله ښاغلی هم بالاخره اړ شو چې د دغو مراسمو د جوړولو له کبله رسمآ بښنه وغواړي او مخالفتونه یو څه ارام کړي.‌

خو څو ورځې وړاندې پارلمان کې د واکمن محافظه کار ګوند یو مهم غړی کرېس پینچر پر جنسي ځورونه تورن شو.

دې موضوع ته ځکه ډېر پام واوښت چې مالومه شوه ښاغلی جانسن پر کرېس پینچر له لګېدلو تورونو خبر و،‌ خو هغه ته یې لوړه دنده ورکړه.

د بریتانیا لومړي‌ وزیر که څه هم اوس د ښاغلي پینچر د مقام لوړولو له کبله بښنه غوښتې، خو مخکې یې ویلي و چې د هغه سپیناوی یې اورېدلی او منلی دی.

د ښاغلي‌جانسن کابینه کې د مالیې وزیر ریشي سوناک چې پخپله هم د لومړي‌ وزیر د کلیزې د لمانځلو مېلمستیا کې د ګډون له کبله جریمه شوی و،‌ ویلي، خلک تمه لري چې حکومت خپلې چارې ښې، جدي او باکفایته ترسره کړي،‌ خو دی نور پر حکومت د دغه کار باور نه لري.

روغتیا وزیر ساجد جاوید هم خپل استعفاء لیک کې لیکلي چې د حکومت پر کړنو د باور نه لرلو له کبله ګوښه کېږي.

Rishi Sunak and Sajid Javid
د عکس تشریح، ریشي سوناک (کیڼه خوا) او ساجد جاوید

‌تر دوی وړاندې د واکمن محافظه کار ګوند مرستیال بیم افولامي هم استعفاء کړې وه.‌

د ښاغلي جانسن د حکومت څو نورو چارواکو هم دندې پرېښې دي.

له دې سره د اپوزېسیون کارګر ګوند مشر د ښاغلي جانسن د کابینې له نورو وزیرانو هم غوښتي‌ چې استعفاء وکړي او په دې توګه لومړی وزیر ګوښه کېدو ته اړباسي.

هغه ویلي چې اوسنی حکومت د پرځېدو په حال کې دی.

د لیبرال دیموکرات ګوند مشر هم له لومړي ‌وزیر جانسن غوښتي‌ چې واک پرېږدي.‌

شنونکي وايي د بریتانیا پر لومړي وزیر د ګوښه کېدو لپاره فشارونه ډېر زیات دي.

Nadhim Zahawi

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ناظم الزهاوي

د هغه برخلیک ټاکلو لپاره شاوخوا یوه میاشت وړاندې پارلمان کې د باور رایه واچول شوه،‌ خو د ۱۴۸ مخالفو رایو پر وړاندې یې ۲۱۱ موافقې رایې ترلاسه کړې.

بورېس جانسن د ۲۰۱۹ کال جولای کې د مخکنۍ لومړې وزېرې ترېزا مې ځایناستی شو، چې وروسته یې ټولټاکنې وکړې او محافظه کار ګوند له ۱۹۸۷ کال راهیسې تر ټولو په لوړ توپیر وګټلې.