د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د باور رايه ترلاسه کړه

بورس اعتماد کا ووٹ

د عکس سرچینه، Reuters

د بريتانیا لومړي وزير بورېس جانسن په خپل ګوند کې له مخالفت سره سره پارلمان کې د ۲۱۱ غړو د باور رايه ترلاسه کړه.

د دوشنبې په ورځ د بريتانيا واکمن محافظه کار ګوند غړو ښاغلي جانسن ته ۲۱۱ د باور او ۱۴۸ مخالفې رايه ورکړې.

د نوموړي د ګوښه کېدو لپاره ۱۸۰ مخالفو رايو ته اړتیا وه.

دې رای اچونې ته تر هغې وروسته زمینه برابره شوه چې د هغه د خپل واکمن محافظه کار ګوند ۵۴ استازو د باور رایې غوښتنه وکړه.

باور رایې ته اړتیا ولې پېښه شوه؟

Prime Minister Boris Johnson arriving for the National Service of Thanksgiving at St Paul's Cathedral, London, on day two of the Platinum Jubilee celebrations for Queen Elizabeth II. Picture date: Friday 3 June 2022

د عکس سرچینه، PA Media

د بورېس جانسن پر مشرولۍ له څو میاشتو راهیسې له دې کبله توندې نیوکې روانې دي چې ګوندې د کورونا وبا د محدودیتونو پر مهال یې مېلمستیاوې جوړې کړې او په دې توګه یې اصول مات کړي دي.

په دې لړ کې هغه تېره اپرېل میاشت کې د دې لپاره ۵۰ پونډه جریمه هم شو چې د ۲۰۲۰ کال جون کې یې د خپلې کلیزې مېلمستیا جوړه کړې وه.‌

دا مېلمستیاوې له دې سره سره رابلل شوې‌ چې ویل کېږي‌ د غیرقانوني والي خبرداری ېې ورکړ شوی و.

ښاغلي جانسن ویلي په دې تړاو د هر هغه څه مسوولیت په غاړه اخلي چې د ده پر وړاندې شوې دي.‌

خو له واکه د ګوښه کېدو غوښتنه یې رد کړې.

تر اپرېل وروسته می میاشت کې د ټاکنو پایلې د واکمن محافظه کار ګوند لپاره ډېرې ښې نه وې.