تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د باور رايه ترلاسه کړه
د بريتانیا لومړي وزير بورېس جانسن په خپل ګوند کې له مخالفت سره سره پارلمان کې د ۲۱۱ غړو د باور رايه ترلاسه کړه.
د دوشنبې په ورځ د بريتانيا واکمن محافظه کار ګوند غړو ښاغلي جانسن ته ۲۱۱ د باور او ۱۴۸ مخالفې رايه ورکړې.
د نوموړي د ګوښه کېدو لپاره ۱۸۰ مخالفو رايو ته اړتیا وه.
دې رای اچونې ته تر هغې وروسته زمینه برابره شوه چې د هغه د خپل واکمن محافظه کار ګوند ۵۴ استازو د باور رایې غوښتنه وکړه.
باور رایې ته اړتیا ولې پېښه شوه؟
د بورېس جانسن پر مشرولۍ له څو میاشتو راهیسې له دې کبله توندې نیوکې روانې دي چې ګوندې د کورونا وبا د محدودیتونو پر مهال یې مېلمستیاوې جوړې کړې او په دې توګه یې اصول مات کړي دي.
په دې لړ کې هغه تېره اپرېل میاشت کې د دې لپاره ۵۰ پونډه جریمه هم شو چې د ۲۰۲۰ کال جون کې یې د خپلې کلیزې مېلمستیا جوړه کړې وه.
دا مېلمستیاوې له دې سره سره رابلل شوې چې ویل کېږي د غیرقانوني والي خبرداری ېې ورکړ شوی و.
ښاغلي جانسن ویلي په دې تړاو د هر هغه څه مسوولیت په غاړه اخلي چې د ده پر وړاندې شوې دي.
خو له واکه د ګوښه کېدو غوښتنه یې رد کړې.
تر اپرېل وروسته می میاشت کې د ټاکنو پایلې د واکمن محافظه کار ګوند لپاره ډېرې ښې نه وې.