بورېس جانسن: په شرایطو برابر څه باندې ۳۰۰ کسان لا هم افغانستان کې پاتې دي

جانسن

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې د افغانستان په هکله خبرې کړې. نوموړي له کابله د بهرنیانو او افغانانو ایستلو عملیات ستایلي دي.

ښاغلي جانسن د بریتانیا حکومت هغه ژمنه تکرار کړه، چې دغه هېواد ته له راتلونکو افغانانو سره به مرسته کېږي.

نوموړي د طالبانو په هلکه د خبرو ترڅ کې وویل، هغو خلکو ته د خوندي لارې پر ورکولو ټینګار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي. ښاغلي جانسن زیاته کړه:

''موږ به طالبان د دوی د خبرو پر ځای د دوی د کړنو پر بنسټ ارزوو.''

ښاغلي جانسن په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو موده کې د لویدیځوالو د رول ستاینه وکړه.

نوموړی وايي، بریتانیا په افغانستان کې د نجونو زدکړو لړ کې مرسته کړې او له هغه هېواده یې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې وه.

د پارلمان یوه غړي له لومړي وزیر پوښتنه وکړه، چې داسې څومره افغانان لا هم په افغانستان کې پاتې دي، چې بریتانیا ته د تلو په شرایطو برابر دي؟

لومړي وزیر جانسن وویل، داسې ۳۱۱ کسان وو، چې افغانستان کې دي، ۱۹۲ هغو یې ځواب ویلی دی. نوموړي زیاته کړه: طبعا موږ به ټول وس او توان کوو چې پاتې کسان په خوندي ډول بهر ته ولېږدول شي.))

د سکاټلنډ ملي ګوند این بلکفورډ چې دا پوښتنه یې کړې وه، د بهرنیو چارو پر وزیر ډومېنیک راب هم سختې نیوکې وکړې او په وینا یې ''څو اونۍ مخکې یې باید دنده پرې ایښې وای. ''

پر ښاغلي راب له دې کبله سختې نیوکې کېږي چې د افغان حکومت ړنکېدو پر مهال په رخصتۍ تللی و.

لومړي وزیر بورېس جانسن بیا د خپل هېواد پوځیانو د ذهني روغتیا برخه کې د درې میلیونه پاونډو او د پوځي خیریه ادارو لپاره د پنځه میلیونو پاونډو ځانګړې کولو یادونه هم وکړه.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو کنټرول ترلاسه کولو لړ کې د بریتانیا حکومت غبرګون له کبله پر ښاغلي جانسن او د بریتانیا پر بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب نیوکې شوې دي.

د پارلمان غونډې ته وینا کې د بریتانیا اپوزېسیون مشر کېیر سټارمر پر حکومت د 'کمزوري مشرتابه ' له کبله نیوکې وکړې.

نوموړي وویل په دوحه کې د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند هوکړې له وخته بیا د کابل تر سقوط پورې موده کې د اته زره داسې افغانانو له ډلې چې بریتانیا د راتلو په شرایطو برابر وو، ایله ۲۰۰۰ یې هېواد ته راوستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د کابل له سقوط وروسته ښاغلي جانسن یوازې د جي - ۷ هېوادونو غونډه جوړه کړې او په وینا یې له افغانستانه د خلکو خوندي وتلو تضمین نه دی اخیستل شوی.

لومړي وزیر جانسن بیا په ځواب کې د بریتانوي پوځیانو ستاینه وکړه او په وینا یې دوی د هغه شمېره دوه برابره خلک وایستل چې په پلان کې شامل وو.