بورېس جانسن: هم فکره هېوادونه دې له ګډې پرېکړې پرته افغانستان کې نوی حکومت نه مني

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن پر 'هم فکره ' هېوادونو غږ وکړ چې له یوې ګډې پرېکړې پرته افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت ونه مني.
ښاغلي جانسن یکشنبه د خپلې کابینې له بېړنۍ (کوبرا) غونډې وروسته وویل، افغانستان کې اوسنی وضعیت بد دی او ښایي تر دې هم بدتر شي.
نوموړي ویلي، هېڅوک نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه پټنځای بدل شي.
ښاغلي جانسن وویل چې د بریتانیا سفیر لا هم کابل کې دی او حکومت یې هڅه کوي چې ژر تر ژره بریتانوي وګړي او هغه کسان چې بریتانویانو سره یې کار کړی له افغانستانه په خوندي توګه وباسي.
بل لور ته د بریتانیا پارلمان هم تائید کړې ده چې افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت په اړه د خبرو لپاره به د اګست میاشتې پر اتلسمه نېټه غونډه کوي.
لومړی وزیر بورېس جانس داسې مهال دا غونډه رابولي چې وسلوال طالبان افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلي او وایي، افغان حکومت سره د واک د سوله ییز لېږد په اړه مخامخ خبرې روانې دي.
بریتانیا دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له افغانستانه د خپلو اتباعو، دیپلوماتیکې عملې او هغو افغانانو د را ایستلو لپاره چې له بریتانویانو سره یې کار کړی، ۶۰۰ پوځیان افغانستان ته استوي.
په ورته مهال د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کومېټې مشر د بهرنیو چارو پر وزیر ډومېنک راب نیوکه کړې ده چې افغانستان کې د طالبانو د پرمختګونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شوی.
ټام ټګنډاټ بي بي سي ته ویلي، افغانستان کې اوسنی وضعیت د بریتانیا بهرني سیاست لپاره د یو ناورین او شرم په مثال دی.
نوموړی وایي، بریتانوي چارواکو له ناټو ملګرو سره پر کوچنیو بحثونو بوخت دي، خو افغانستان کې د لسګونو میلیونو عامو وګړو ژوند او برخلیک ورته مهم نه دی.
بي بي سي هڅه وکړه چې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره مرکه وکړي، خو هېڅوک خبرو ته نه دي حاضر شوي.





