بورېس جانسن د کورونا محدویتونو ماتولو لپاره بیا بښنه وغوښته، خو له دندې استعفا نه کوي

جانسون

د عکس سرچینه، PA Media

د بريتانيا لومړی وزير بورېس جانس په خپل رسمی دفتر او کور کې د قرنطين پر مهال د مېلستياوو له کبله د پارلمان له خوا له سختو پوښتنو سره مخ دی.

پر نوموړي د مخالف کارګر ګوند او د خپل ګوند ځينې غړي نيوکه کوي چې د کورونا وبا د قرنطين پر مهال يې د لومړي وزير دفتر کې مېلمستياوې کړې دي.

لومړي وزير جانسن نن (چارشنبه ۱۹ جنوري) د پارلمان غونډه کې د دې له امله يو ځل بيا بښنه وغوښته خو زياته يې کړه چې له خپلې دندې نه ګوښه کېږي.

د اپوزيسيون ګوندونو تر څنګ د ده د خپل ګوند ځينې غړي هم د نوموړي د ګوښه کولو په لټه کې دي.

د پارلمان له غونډې مخکې د واکمن محافظه کار ګوند غړي کريسټين ويکفورډ له ګونده استعفا وکړه او د اپوزيسيون له کارګر ګوند سره يو ځای شو.

د لومړي وزير بورېس جانس په دفتر کې په داسې حال کې مېلمستياوې شوې وې چې په هېواد کې پر راټولېدو سخت بنديزونه لګول شوي وو.

بورېس جانسن چې په ۲۰۱۹ کال کې د محافظه کاره ګوند مشر شو، اوس یې د ګوند ځينې غړو د بدلولو غږ پورته کړی چې دا د ده موقف ته لوی ګواښ پېښولی شي.

د بي بي سي د سياسي برخې مديره لورا کونسبرګ د پارلمان د يوه وکيل له خولې وايي، د غونډې د ۲۰ نويو وکيلانو له ډلې نيمايي يې د بورېس جانس په مشرۍ ګوند ته د نه باور ليک استولی دی.

د محافظه کار ګوند د اصولو له مخې د مشرتابه ټاکنې هغه مهال ترسره کېدی شي چې د ګوند ۵۴ استازي د مشرتابه د بدلون غوښتنه وکړي.

اوس ډېری محافظه کارانو ويلي چې د لومړي وزير به دفتر کې د مېلمستياوو په اړه د پلټنې له راپور وروسته به د راتلونکي په اړه پرېکړه کوي.