وینزویلا کې ځمکښوېدنه؛ ۲۲ کسان وژل شوي، ۵۲ بې درکه دي

د عکس سرچینه، AFP
د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس سویل ته په 'لا تېخېرایاس' ښار کې خونړۍ ځمښکوېدنې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي او ۵۲ نور بې درکه دي.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې راغلي چې دې ځمکښوېدنې ګن کورونه تر خاورو، خټو او ښځلو لاندې کړي دي.
دا پېښه داسې مهال کې شوې چې د وینزویلا دا سیمې د اقلیم بدلون پایله کې د ځانګړې هوا له کبله د سختو موسمي ورښتونو شاهدې دي.
د وینزویلا مرستیاله ولسمشره 'دېلسي رودریګویز' د یکشنبې پر ورځ لا تېخېریاس کې د سختو ځپل شویو سیمو لیدو ته ورغلې وه.
هغه وايي د ژغورندویه خدماتو ډلې هڅه کوي چې بې درکه کسان ژر پیدا کړي.
بلخوا د عامه خوندیتابه وزارت یوه مرستیال ویلي د بېړنیو مرستو شاوخوا زر تنه غړي د لټون او ژغورنې دغو هڅو کې ښکېل دي.
د وېنزویلا ولسمشر 'نیکولاس مادورو' هم وضعیت 'سخت او دردونکی' بللی دی.
دا ځمکښوېدنه تر هغې وروسته رامنځته شوې چې 'اېل پاتو' سیند څنډه ماته کړې او سیلابي اوبو یې ور څېرمه پراته کورونه او دوکانونه لاهو کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د کارمېن مېلېندېز په نوم یوه ۵۵ کلن ځايي اوسېدونکي 'اې اېف پي' خبري اژانس ته ویلي چې "کلی تری تم شوی. ټول لا تېخېریاس ورک دی."
لاس تېخېریاس چې د پلازمېنې کاراکاس د سویل شاوخوا ۶۸ کیلومترۍ کې پروت دی، روان کال وینزویلا کې د 'لا نینا' په نوم اقلیمي ښکارندې تر ټولو ډېر ځپلی دی.
لا نینا داسې طبیعي پدیده ده چې د ارام سمندر د اوبو سطحه پکې له طبیعي حالته یو څه سړېږي او دا بیا اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د سختو ورښتونو لامل ګرځي.










