کاناډا د وینزویلا سفیر شړي

د عکس سرچینه، AFP
کاناډا ویلي، په اوتاوا کې د وینزویلا سفیر ویلمر بارینتوس فیرناندس او شارژدافير انجل هیریرا له دغه هېواده شړي. کاناډا دا ګام تېره اونۍ له کاراکاس نه د کاناډايي سفیر تر شړل کېدا وروسته اخیستی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ې کریسټیا فریلانډ ویلي: "دا پرېکړه تېره اونۍ له کاراکاس نه د کاناډايي سفیر د شړل کېدا له پرېکړې وروسته شوې ده. د وینزویلا چارواکو له خوا داسې انګیرنې وې چې کاناډا ددغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي."
کاناډا د وینزویلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه پر حکومت تور لګوي چې د روان کال په لومړیو کې یې د حکومت ضد احتجاجونو څه باندې ۱۲۰ ګډون کوونکو تر وژلو وروسته بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.
دا زیاتوي "کاناډا د وینزویلا حکومت هغسې ملاتړ نه کوي چې د خپلو وګړو حقونه پکې تر پښو لاندې کېږي".
دا وايي، هېواد یې هوډ لري د سیمې له هېوادونو سره د مادورو دیموکراسي ضد نظام پرضد فشارونه ډېر شي او د وینزویلا ولس سره د هغوی د حقونو د خوندیتابه برخه کې مرسته وکړي.
د وینزویلا سفیر دا مهال له کاناډا بهر اوسېږي.








