وینزویلا د امریکا بندیزونو ته غبرګون ښودلی

د عکس سرچینه، EPA
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وايي، لومړنۍ ارزونې یې ښيي چې د امریکا له خوا پر دوی اقتصادي بندیزونه به متحده ایالتونو ته د ونیزویلا د نفتو د صادرولو د بندېدو لامل شي.
ښاغلي مادورو چې د وینزویلا په دولتي ټلوېزیون کې یې خبرې کولې، پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه ناقانونه یرغل ګڼلی دی.
نوموړي زیاته کړې، وینزویلا به هیڅکله امپریالیستي ځواک ته غاړه کېنږدي.
د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې د سیتګو په نامه د نفتو یو شرکت وتړل شي چې تر ډېره یې له ونیزویلايي نفتو شرکت سره راکړه ورکړه لرله.
ښاغلي مادورو ویلي، دا پرېکړه به د امریکایانو د بې رزوګارۍ لامل او د امریکايي شرکتونو پانګونه به له ګواښ سره مخامخه کړي:
"موږ په نړیوالو بازارونو کې د خپلو نفتو د خرڅولو په برخه کې کومه ستونزه نه لرو. "
مخکې د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر (خورخه اریاز) ویلي وو، امریکا د انساني کړکېچ د رامنځته کولو په لټه ده.
ښاغلي اریاز و ویل، د امریکا له خوا بندیزونه د نامتمدن سیاست ښکارندويي کوي او د وینزویلا ولسمشر به د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې چې په امریکا کې جوړېږي، ګډون ونه کړي.
امریکا وینزویلا د بشر حقونو په تر پښو لاندې کولو او د ډیموکراسۍ د بنسټونو په تضعیفولو تورنوي.
سپینې ماڼۍ په دا وروستیو کې وویل، د مادوروپ ه امپراتورۍ کې پر خلکو د خوړو او درملو قحطي راغلې ده.








