ارجنټاین "له ایران وینزویلا پېرلې الوتکه نیولې"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران "ماهان" هوايي شرکت ویلي له هغې بوینګ ۷۴۷ الوتکې سره هېڅ تړاو نه لري، چې ارجنټاین په بوینس ایرس هوايي ډګر تم کړې ده، دوی وايي دا الوتکه د وینزوېلا هوايي شرکت یو کال مخکې اخیستې وه.
د شرکت د رد غبرګون وروسته تر هغه راغلی چې د ارجنټاین یوه خبري وېسایټ د جون پر ۱۱مه پلازمېنه کې د بوینګ ۷۴ ډوله یوې وینزویلایۍ الوتکې د نیولو خبر خپور کړ چې له ایران سره یې تړاو درلود.
د ماهان شرکت ویاند امیر حسین زولنفاري ایرین خبري اژانس ته ویلي "دا قضیه له ماهان شرکت سره هېڅ تړاو نه لري، نیول شوې الوتکه د وینزویلا هوايي شرکت ته څه باندې یو کال مخکې سپارل شوې ده، چې اوس د ماهان ملکیت کې نه راځي".
زولنفاري دا نه ده رد کړې چې ګنې د الوتکې عمله ایرانیان نه دي، خو وايي عمله د وینزویلا له شرکت سره کار کوي او امکان نه لري چې له ماهان شرکت سره دې تړاو ولري.
د ایران پر ماهان شرکت تور لګول کېږي چې د دغه هېواد له انقلابي ګارډ سره نژدې او پراخ اړیکي لري، په ملکي الوتکو کې پوځي مالونه لېږدوي.
دا شرکت له ۲۰۱۱ کال راهیسې د امریکا په بندیزونو کې راغلی.
وړاندې د ایران رسنیو ویلي وو، د ارجنټاین حکومت په بوینس ایرس هوايي ډګر کې د ایران ماهان هوايي شرکت بوینګ ۷۴۷ ډوله الوتکه نیولې ده، چې د وینزویلا دولتي هوايي شرکت کرایه کړې وه.
دا خبر د اریران پر رسمي خبري اژانس یا د محصلینو پر خبري چینلونو لا نه دی خپور شوی.
ایران او وینزویلا نژدې اړیکي لري، تېره شنبه ایراني تلوېزیون د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰ کلونو لپاره د همکارۍ د یوه تړون لاسلیکولو خبر هم خپور کړ.
ښکاري چې د ارجنټاین او ایران ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په ۱۹۹۴ کال بوینس ایرس کې د ارجنټایني یهودانو (امیا) په نامه پر ودانۍ برید وشو، چې لږترلږه ۸۵ کسان پکې ووژل شول او په ۲۰۰۶ کال یې ارجنټاین د پړې ګوته د ایران حکومت ته ونیوه.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې، ارجنټاین په برید کې د ښکېلتیا په تور دوه ایراني چارواکي ونیول.











